طالبان: د تعلیمي ادارو مشران دې په اړوندو اداراتو کې په جدیت سره د ټاکنو مخه ونیسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵)

د طالبانو د تعلیم تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون په یوه اعلامیه کې د پوهنتونونو،مدرسو، مکاتبو او نورو تعلیمي ادارو پر استادانو او مسؤلینو باندې ژغ کړی چې باید د حکومت له سیاسي پروسو ځان کاملا لرې وساتي او خپل شاګردان او متعلقین دې د ټاکنو په پروسه کې له ګډون څخه په جدیت سره منع کړي.

طالبانو ویلي؛ نه غواړي چې په بریدونو کې یې عام اولس یا د تعلیمي ادارو استادانو او شاګردانو ته زیان ورسیږي او په وینا یې چې؛“د هیواد په ټولو ښاري او اطرافي سیمو کې د معارف کارکوونکو، معلمینو، مدرسینو او د مکاتبو مدیرانو ته امر کوي چې په خپلو مکاتبو کې د ټاکنیز مرکز جوړیدو ته اجازه ورنکړي او نه دې هم معلمین یا شاګردان د ټاکنیزو کارکوونکو په حیث وظیفه اجراء کوي“

طالبان وایي چې د ټاکنو په نوم پروسه هیڅ اسلامي او افغاني ماهیت نلري چې په خبره یې،“ اشغالګر غواړي د پارلماني ټاکنو د پروسې له لارې یو تش په نامه پارلمان رامنځته کړي او بیا د خپل اشغال د دوام سندونه ورباندې امضاء او خپل استعماري عزائم سرته ورسوي. د همدې هدف لپاره دوی هڅه کوي د پارلماني ټاکنو تر عنوان لاندې انتخابات ترسره کړي.څرنګه چې دا پروسه له پيله تر پایه د اشغالګرو لخوا پلان شوې او نهایي ګټه به هم ترې اشغالګر اخلي، نو دا د هر مؤمن مسلمان او مجاهد افغان دیني او ملي وجیبه ده چې د اشغالګرو دغه پروسه خنثی کړي او د اجراء اجازه ورنکړي“

طالبانو په دغه اعلامیه کې ټینګار کړی چې؛“ هر واقعي مسلمان او افغان دنده ده چې په خپل ټول توان سره د دې دسیسې دخنثی کولو هڅه وکړي“

اعلامیه کې ویل شوي، د تعلیمي ادارو استادان او شاګردان باید د حکومت او بهرنیانو له سیاسي پروسو ځان کاملا لرې وساتي او زیاته شوې چې؛“د تعلمي اداراتو مسؤلین دې اجازه نه ورکوي چې اشغالګر او اجیران یې له ښوونځیو څخه د خپلو شیطاني پروسو د اجراء لپاره کار واخلي“

باید وویل شي چې د پوهنې وزارت ټول ښوونځي د یوې اونۍ لپاره رخصت اعلان کړي او په زیاترو کې یې ټاکنیز مرکزونه پرانیستلي ـ په داسې حال کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې لا هم زرګونه ښوونځي پرانیستي او د زدکړو چارې په کې په عادي توګه دوام لري.

طالبانو تر دې وړاندې په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د بهرنیانو په شتون کې ورته هیڅ ډول ټاکنې مشروعیت نه لري  او ټول ټاکنیز مرکزونه یې د بریدونو هدف دي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close