طالبان: د خبرو او نورو معلوماتو اړوند د رويټرز راپور دروغ دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۲)

وړمه ورځ رويټرز اژانس د دوو تنو نامعلومو طالب مشرانو له قوله په يوه راپور کې ويلي و چې د طالبانو مشرتابه له امريکايانو سره د يوه پلاوي په جوړولو کار کوي چې د هغوی سره د بنديانو د تبادلې ترڅنګ په نورو اړوند مسايلو خبرې وکړي.

خو طالبانو د رويټرز اژانس دغه راپور درواغ بللی او په خپله رسمي ويب پاڼه (الاماره) کې يې د یاد راپور په اړه په يوه غبرګون پاڼه کې ويلي چې: (اسلامي امارت د خپل دریځ د اعلانیدو لپاره رسمي چینلونه او رسمي ویندویان لري، که په هره برخه کې له مطبوعاتو سره د څه ویلو اړتیا پيښیده او یا نظر څرګندیده هغه به د اسلامي امارت د رسمي ویندویانو له خولې او په رسمي آدرسونو وي.)

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په ياده خبرپاڼه کې نامعلومه اشخاص د (اسلامي امارت) مشران بلل او بيا ترې نقل قول کول د غربي رسنیو د پروپاګند برخه بللې په وينا يې يادې رسنۍ غواړي د ناسمو معلوماتو په خپرولو سره تشويشونه رامنځته کړي.

طالبانو له رسنيو د مسؤلانه چلند غوښتنه کړې زياتوي چې د اسلامي امارت د هر رسمي دريځ  د معلومولو لپاره له رسمي منابعو سره په اړيکه کې شي (بې اساسه راپورونه او افواهات د رسمي موقف په بڼه اسلامي امارت ته منسوب او خپاره نه کړي.)

طالبان وايي، په ورته ډول راپورونو سره به يواځې د رسنيو اعتبار ته زيان واوړي او هيڅ لاسته راوړنه به ونه لري.

وخت ناوخت ځينې داخلي او بهرنۍ رسنۍ د طالبانو په اړه بېلابېل راپورونه خپروي چې د طالب وياندويانو او يا د هغوی د رسمي منابعو له لوري پر وخت رد شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close