طالبان: د داعش له ویرې تللې کورنۍ دې خپلو سیمو ته په ډاډمنه توګه راستنې شي

 

 

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۲)

طالبانو د جوزجان ولایت د قوشتپې او درزاب ولسوالۍ پر ټولو هغو کورنیو چې خپل د هستوګنې سیمې یې د داعشیانو د مظالمو له ویرې پریښې وې، ژغ کړی چې خپلو کلیو او کورونو ته بیرته په مطمئنه توګه ستانه شي.

طالبان وایي

“اوس د دواړو ولسواليو ټولې ولسي سیمې، کلي او کورونه له داعشیانو څخه پاک شوي، په سیمه کې امنیت ټینک شوی، مصئون او باعزته ژوندته د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا زمینه مساعده شوې ده“

دوه کاله وړاندې داعشیانو د دې ولایت په درزاب او قوشتیپه ولسوالیو کې ټول ښوونځي، کلینکونه وتړل او پر خلکو یې میاشتنی ټیکس وضع کړ، دغه راز یې په سیمه کې په پراخ اخلاقي فساد لاس پورې او ټول فکري مخالفین یې مخامخ یا په مرموزه توګه له منځه یووړل.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، دې وضعیت د دواړو ولسوالیو خلک له سخت انساني ناورین سره مخ کړل او سلګونه کورنۍ مرکز شبرغان او نورو ولسوالیو ته وکوچیدل، څو یې سرونه په امن شي.
طالبان ټولو کډه شویو ولسونو ته په یوه خبرتیا کې ویلي

“ټولو هغو هیوادوالوته چې له یادو سیمو څخه بي ځایه شوي وو او د داعشیانو له ظلم او تعدیٰ څخه يې ځانونه ژغورلي وو، خبر او اطمنان ورکول کیږي چې بیرته خپلو کورونو او سیمو ته را ستانه شي، اوس د هغوی کلي او کورونه په امن کې شوي، د هغوی سر او مال ته نور هيڅوک زیان نشي رسولی، نور دوی کولای شي بیرته خپلو مینو ته په ستنیدو په آبرومندانه توګه په خپلو ځایونو کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي“

د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په ۹ نیټه په شمال کې د داعش وروستی مرکز طالبانو تر خپل کنترول لاندې راووست او د داعش ډلې مشران د طالبانو له ویرې له خپلو څه باندې ۲۰۰ افرادو سره دولتي ځواکونو ته تسلیم او هغوی هم له سیمې څخه په هلیکوفترونو کې وایستل.

په دې جګړه کې چې له هوا څخه هم د طالبانو پر سنګرونو بمبارۍ روانې وې، شاوخوا سل تنه داعشیان ووژل شو او لسګونه نور طالبانو ته هم تسلیم شول، دغه راز ۱۷ تنه طالبان هم د دې جګړې قرباني شول.
د طالبانو له دغې بري څخه په ټول شمال په ځانګړې توګه جوزجان کې تود هرکلی وشو او په رسنیز ډګر کې هم دا پیښه دطالبانو ستره لاسته راوړنه وبلل شوه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close