طالبان: د درزاب داعشیان چا، څنګه او ولې وژغورل؟

د اسلامي امارت مجاهدینو نن د هیواد شمالي ولایت جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش په نوم د اشغالګرو نويو ملیشو اخیري سنګر هم له منځه یووړ، چې له اوږدې مودې راهیسې د ناڅرګندو الوتکو په مټ دلته را رسول کیدل او تر شتون او شمېر یې زر چنده لوړ تبلیغات ورته کیدل.

د داعشي وسلوالو پر خلاف مجاهدینو نژدې 24 ورځې مسلسل عملیات ترسره کړل، که څه هم له هوا څخه د امریکایانو او ګوډاګیانو لخوا د داعش په ګټه هر ځای پر مجاهدینو بمبار کیده، خو د الله تعالی په مرسته دا عملیات تېره ورځ په داسې حال کې پای ته ورسیدل، چې 92 داعشي وسلوال ووژل شول، 51 ټپیان او 128 تنه نور یې د مجاهدینو لخوا ژوندي ونیول شول.

خو ډېره عجیبه پیښه دا رامنځ ته شوه چې دا ناڅرګندې ملیشې چې کله د مجاهدینو تر محاصرې لاندې راغلې؛ نو د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکو د مجاهدینو له کلابندۍ څخه په چورلکو کې پورته کړل.

وروسته یې اعلان وکړ چې ګویا محاصره داعشیان دوی ته ور تسلیم شول، په داسې حال کې چې د هیواد په مختلفو سیمو کې په وار وار د دوی خپل دولتي عسکر کلابند شوي او خپلو چارواکو ته چیغې او نارې وهي چې ومو ژغورئ، خو دوی سر نه پسې ګرځوي، خو نن یې د درزاب څخه کلابند داعشیان په داسې مشکل انداز له ځمکې څخه هوا ته پورته کړل او ناڅرګند لوري ته یې نقل کړل، چې ټول اولس یې هک پک حیران کړ، چې اخیر دا څه لوبې دي چې اشغالګر یې زموږ په هیواد کې د څو وطن فروشانو په ملتیا ترسره کوي.

د داعشیانو د پورته کیدلو خبره خپله چارواکي هم مني. د جوزجان ولایتي شورا غړي وایي چې د جګړې له ډګره داعش وسلوال د چورلکو په وسیله ایستل شوي دي، خو دا هم ورسره زیاتوي چې چورلکې «ناپېژاندې» وې، مطلب دا چې چورلکې د دوی د حکومت هم نه وي.

د دې شورا غړې حلیمه صدف وايي له 80 تر 100 تنو پورې داعش جنګیالي د ناپېژاندو چورلکو په وسیله د جګړې له ډګره ایستل شوي دي، په خبره يې له هېواده د باندې ویستل شوي دي.

همدارنګه د درزاب دولتي امنیه قومندان محمد اسماعیل نامی هم مني چې د طالبانو د سختو بریدونو له امله داعش په تیښته شو، خو وایي چې 200 تنه دولت وژغورل، خو نور یې تفصیلات نه دي ورکړي.

حقیقت دا دی چې د سیمې خلک او مجاهدین ټول وایي چې د 3 تنو قومندانانو په ګډون 216 تنه داعشیان وروسته له هغه چې کله د طالبانو لخوا ورباندې کړۍ راتنګه شوه، بیرته ورته هماغه چورلکې راغلې، کومو چې پخوا دوی دلته پیاده کړي وو او په نامعلوم لوري یې له ساحې وایستل او ژوندي یې وژغورل.

مجاهدینو همیشه دا اعلان کړی چې کله دوی پر داعش عملیات شروع کړي، دولتي څرخکې او امریکایي الوتکې پر طالبانو بمبارونه کوي او کله چې طالبان له بمبارونو سره سره په داعشیانو د محاصرې کړۍ تنګه کړي؛ نو بیا حکومتي څرخکې داعشیانو ته کیني، هغوی پورته کړي او حکومتي پوځي مراکزو ته یې انتقال کړي، چې د درزاب اوسنۍ پیښه د دې خبرې نغد ثبوت دی. په درزاب کې په حکومتي څرخکو کې د داعشیانو له تیښتې وروسته به شاید هیچا ته هم شک نه وي پاتې چې د داعش په نوم پدیده د امریکایانو هغه استخباراتي پروژه ده چې د امنیت شوری د مشر حنیف اتمر په توسط یې رامنځته کړې او غواړي چې په سیمه کې خپلې شیطاني دسیسې ورباندې اجراء کړي.

ــــــــــــــ

دا لیکنه د طالبانو په رسمي ویبپاڼه، الاماره، کې خپره شوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close