طالبان: د شجاعي له ملیشو سره جګړه روانه ده،ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۸)

په داسې حال کې چې هزاره فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې د شجاعي پر ضد جنګیدونکي وسلوال په بشري جنایتونو تورن کړي، طالبانو تازه په اروزګان کې د مشهور زورواکي قوماندان حکیم شجاعي له ملیشو سره د پیل شویو جګړو جزئیات رسنیز کړي او زیاته کړې یې ده، چې د نوموړی د خپلسرو وسلوالو پر ضد یې پراخ عملیات لا هم روان دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي، دخاص ارزگان ولسوالۍدکندلانواوجنگه ریغ په سیموکې دتیرو څلورو (۴)ورځو په جګړه کې یې د زورواکي قومندان شجاعي دلومړي مرستیال فکوراو۴نورو قومندانانو ( قومندان علی خان ،قومندان کمر ،قومندان عبدالله ملک اوقومندان عبدالخالق) په ګډون ۳۰ تنه خپلسري وسلوال“اربکیان“ وژلي دي.
طالبان وایي چې د شجاعي د وژلو خبر یې تر اوسه سرچینو رسماً نه دی تائید کړی.
طالبانو د ملکیانو د هدف ګرځیدو په تړاو ټول خپاره شوي راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې

“ د دښمن دا.ادعاچي په جګړه کي عام خلک وژل شوي کوم حقیقت نلري بلکه دشجاعي جګړه ماران په غرو،رغوکي وژل شوي چي وسلې هم ورسره وې“

احمدي وایي؛ دهزاره قبیلې عامو کسانوته هیڅ کوم زیان ندی اوښتی او جګړه لاهم روانه ده.

یو شمیر سرچینې وایي چې شخړه د یوې ښځې په سر رامنځته شوې چې زورواکي قوماندان شجاعي یې د تیښتې هڅه کوله، چې د طالبانو له ځوابي غبرګون سره مخ شوی.

د بشري حقوقو ټولنو ويلي، حکيم شجاعي په تېرو څو کلونو کې د طالب په نوم سلګونه ځايي خلک وژلي، شکنجه کړي يې دي او لا يې هم شخصي زندانونه درلودل

د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمیسیون ريیس محمد حنیف حنیفي، چې په خپله هم د خاص اروزګان اوسېدونکی دی، وايي چې حکیم شجاعي وروسته له هغه ووژل شو چې د خاص اروزګان ولسوالي پر کونډلانو کلي یې یرغل وکړ او د طالبانو له غاښ ماتوونکي غبرګون سره مخ شو.

لا هم د نوموړي د وژل کیدو خبر کومې مؤثقې رسمي سرچینې نه دی تائید کړی خو د نوموړي یو شمیر نږدې ملګري یې وژل شوی بولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close