طالبان: د مسکو غونډه به د “امارت“ سیاسي بریا وي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۷)

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مسکو غونډې ته یې پنځه کسیز پلاوی استولی څو د افغان سولې په تړاو په دغه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

د اعلامیې له مخې، په دغه غونډه کې به الحاج محمد عباس ستانیکزی، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ الحدیث مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي ضياء الرحمن مدنی او الحاج محمد سهیل شاهین په ګډون پنځه کسیز پلاوی برخه واخلي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي “ د اسلامي امارت استازي به په غونډه کې د افغانستان د اشغال د خاتمې په اړه ګډونوالو ته د اسلامي امارت موقف واضح او څرګند کړي.“

نوموړي یوځل بیا ټینګار کړی چې په دغه غونډه کې له هيڅ لوري سره کوم ډول مذاکرات نه کوي بلکې؛ د افغانستان د قضیې دحل لپاره سولیزې لارې چارې لټوي.

طالبانو دا هم ویلي چې “د دې غونډې مشري به د کابل له ادارې سره نه وي.“

مجاهد زیاتوي ، په غونډه کې له ګډون سره به دطالبانو نړیوال حیثیت نور هم اوچت او پياوړی شي او په وینا یې چې “ اسلامي امارت په سیاسي برخه کې د یوې فعالې، روښانه او خپلواکي پالیسۍ او سیاست درلودونکی ځواک دی“

په ورته وخت کې د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وایي؛ طالبان پر ګډ حکومت باور نه لري ځکه له دوی سره د سولې مذاکرات نه‌کوي له امریکا سره یې کوي.

دغه راز د ملي امنیت پخړانی مشر ډاکټر رنګین دادپر سپنتا ویلي  د طالبانو دا شرط چې امریکا دې خپل حضور په افغانستان کې ختم کړي، باید په دې برخه کې  بحث وشي

 

امریکا هم په دغه غونډه کې ګډون کوي، خو د ملي یووالي حکومت د طالبانو د شتون له امله په دغه غونډه کې خپل ګډون رد کړی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close