طالبان: د ملابرادر د خلاصون په بدل کې هيڅ ډول معامله نه ده ترسره شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۳)

طالبانو د ملا عبدالغني برادر خوشې کېدل تاييد کړي او په يوه اعلاميه کې يې ويلي چې نوموړی له څه معاملې پرته خوشې شوی دی.

ملا برادر شاوخوا اته کاله مخکې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی و.

تيره ورځ ځينو طالب او د پاکستان حکومت سرچينو د هغه د خوشې کېدو په اړه راپورونه ورکړل خو طالبانو لا نه و تاييد کړي.

تازه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ادرسه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ملا برادر له تيرو نهوو کلونو راهيسې په پاکستان هېواد کې بندي وو، له زندانه خوشې شوی دی.

اعلاميه کې ټولو هېوادوالو او د طالبانو خواخوږو ته د هغه د خلاصون مبارکي ويل شوې زياتوي (اسلامي امارت الحاج ملابراد اخند ته اوږد عمر او د دین د ښه خدمت کولو توفيق غواړي).

طالبان ويلي، د ملابرادر روغتيايی وضعيت ښه دی زياتوي چې د هغه د خلاصون په سلسله کې هيڅ راز معامله او واسطه نه ده رامنځ ته شوې او يواځې د خپل ملت دعاګانې، د الله پاک نصرت او رحت د هغه د خلاصولو وسيله شوې.

د طالبانو ځينو سرچینو پرون وويل چې د دوی یو مشر ملا عبدالغني برادر  د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه ماځيګر مهال پاکستان خوشی کړی دی.

ملابردار اخند د طالبانو د واکمنۍ له ختمیدو وروسته د ملامحمد عمر مجاهد مرستیال وو او تر نیول کیدو پورې یې دا دنده مخته وړله.

ملا عبدالغنې آخند چې په ملا برادر مشهور و په ١۹٦٨ز کال د سويلي ولايت اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې زېږېدلى. په ديني مدرسو کي يې زده کړې کړې، خو سياسي فعاليت دې ته نه دى پرېښې چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

هغه مهال چې امريکا او نړيوالې پوځي ټلوالې په افغانستان کې دالقاعدې ډلې په مشر اسامه بن لادن او طالب واکمنۍ هوايي بريدونه پيل کړل، دى د دفاع وزارت مرستيال و، خو د امريکا له خوا د طالبانو تر پرځېدو وروسته د ملا محمدعمر اخند د مرستيال په توګه وټاکل شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close