طالبان : د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي د  ۴۸۵ پیښو کورني او بهرني ځواکونه مسؤل دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۵) عبدالهادي همت

طالبانو د ملکي تلفاتو یوکلنی راپور نشرکړ چې یوه کافي يې کابل ټکی کام ته رالیږل شوې ده په دې راپورکې ویل شوي چې په ۲۰۱۶ کال کې ۶۹۲ پیښي رامنځته شوې دي چې د دې پیښو د ۴۸۵ يې بهرني اوکورني ځواکونه  مسئولیت په غاړه لري طالبان ویلي  چې موږ د هري پیښي تاریخ له ځان سره ثبت کړی دی اوپه هره میاشت کې مو له رسنیوسره شریک کړی هم دی .

طالبان وایې په کومو پيښو کې چې د د وی ملګري  متهم بلل شوي دي د مشرتابه په هدايت د افغانستان د ملکي تلفاتو د مخنيوي او د سمع شکاياتو ادارې هر اړخيزه څيړنه او پلټنه کړې، مجرمينو ته يې د شريعت په اصولو او د قوانينو موافق سزا ورکولو لپاره د دوی دوسيې نظامي محاکمو ته محول کړي دي، او په کومو کسانو چې جرم ثابت شوی دی هغوی ته يې د شريعت موافق سزا ورکړې ده، همداراز يې  له متضررينو سره د صلحې او تفاهم په لحاظ خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. د طالبانو لوري د پیښو تفصیل په لاندې ډول دي :

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات ادارې په کال 2016م کې مجموعاً (692) د ملکي تلفاتو زړه بګنونکې پيښې راجستر کړي دي، چې په دې پيښو کې ټولټال (5232) شهيدان او ټپيان لرو.

په ټولو (692) پيښو کې د امريکايانو او د مزدورې ادارې لخوا (485) پيښې رامينځته شوي دي.

او همداراز د مجاهدينو لخوا (86) پيښې واقع شوي دي.

او باقي (121) پيښې د داعش، نامعلومو کسانو او یاهم دخلکو ترمنځ د خپل منځي شخړو له کبله رامينځته شوي دي.

په پورتنيو مجموعي پيښو کې (77.10) سلنه امريکايان او د مزدورې ادارې ځواکونه ښکيل دي.

او همداراز په (12.42) سلنه باندې مجاهدين متهم دي او (17.48) سلنه د نامعلومو کسانو او د داعش لخوا ترسره شوي.

په 2016 زيږديز کال کې زمونږ مجموعه (2004) بې ګناه هيواد وال شهيدان شوي دي، چې په دې شهيدانو کې (1504) د امريکايانو او د مزدورې ادارې له لوري او (380) عام وګړي د داعشیانو یا نامعلومه کسانو له لوري او همداراز (120) کسان د مجاهدينو لخوا په ترسره شويو بریدونو کې په شهادت رسيدلي دي.

په دې مجموعه  شهيدانو کې(1540) نارينه، (206) ميرمنې او (258) ماشومان شامل دي.

په  شهيدانو کې (76.84) سلنه پيښې د امريکايانو او د ګوډاګۍ ادارې له لوري شوي، (18.96) سلنه کې نامعلومه کسان او داعشيان ښکیل دي او (5.98) سلنه پړه پر مجاهدينو اچول شوې ده.

په يادو (692) پيښو کې زموږ(3228) عام هيوادوال ټپيان شوي دي، چې له دې جملې څخه (2332) د امريکايانو او د مزدورې ادارې له لوري، (747) د داعشيانو او نامعلومه کسانو له لوري او (149) د مجاهدينو لخوا ټپيان شوي دي.

په دې مجموعه  ټپيانو کې(2481) نارينه، (145) ميرمنې او (302) ماشومان شامل دي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایات د ادارې د تحقيق په اساس په پورتنيو مجموعي ټپيانو کې (72.24) سلنه امريکایان او د مزدورې ادارې چارواکي ښکيل دي، (23.14) سلنه د زخميانو پيښې د داعش ډلې او یا نامعلومه کسانو لخوا ترسره شوي او (4.61) سلنې پړه پرمجاهدينو اچول کيږي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close