طالبان: د ملګروملتونو په تور لیست کې د نومونو له امله پاکستان ته سفر ونه شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۸)

طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، د اسلام آباد غونډه دوی نه ده لغوه کړې، بلکې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې د دوی د مشرانو د نومونو له امله دا غونډه ځنډول شوې ده.
د طالبانو په وینا پاڼه کې راغلي،

“ اسلامي امارت په یاده غونډه کې د خپلو استازو د ګډون تابیا نیولي وه، خومتاسفانه چې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم زیاترو غړو ته د امریکا او ملګرو ملتونو د تورلست له امله دسفر زمینه مساعده نشوه، له همدې امله یاده غونډه وځنډیده“

طالبان وایي، مرکچي پلاوي یې غونډې ته ښه تیاری نیولی وو او هغه راپورونه چې ګنې دا غونډه د طالب مشرانو لخوا لغوه شوې او یانور لاملونه یادیږي هغه هیڅ حقیقت نه لري.

په پام کې وه چې طالب پلاوی به د پاکستان په رسمي بلنه د دوشنبې پر ورځ اسلام آباد ته سفر وکړي او د دغه هیواد له لومړي وزیر عمران خان سره به دلیدنې ترڅنګ له پاکستاني چارواکو سره د افغان مهاجرینو او افغان سوداګرو ستونزې هم وڅیړي.
دغه راز به د امریکا له مذاکراتي ټیم سره هم وګوري او ښایي چې په دغه سفر کې به طالب چاروکي د سعودي له ولیعهد مجمدبن سلمان سره هم لیدنه ولري.

دغه راز د اشرف غني په مشرۍ د کابل ادارې له همدې امله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یو لیک استولی چې په کې ویل شوي،  د طالبانو د هغه مذاکره کونکي ټیم له ډلې چې ټاکل شوې د دوشنبې پر ورځ پاکستان ته ولاړ شي، نهه تنه یې د ملګرو ملتونو په تورلیست کې شامل دي.
حکومت ویلي چې د طالبانو دا ډول سفرونو د هغوی د رسمیت پیژندنې اندیښنه زیاتوي او په وینا یې چې ګاونډي هیوادونه هم باید د یوې ډلې پرځای د کابل له حکومت سره خبرې وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close