طالبان: له هوایي ملاتړ سره سره جوزجان کې د داعش د فتنې “بیخ وخوت“

طالبانو په نورو ولایتونو کې پر فعالو داعشیانو هم غږ کړی چې له مخالفت څخه دې لاس واخلي او له کوم شرط پرته خپلې وسلې پرځمکه کیږدي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۰)

طالبانو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د جوزجان ولایت یې په ټولیزه توګه له داعشيانو تصفیه کړی او ټولې هغه سیمې چې د داعشیانو تر واکمنۍ لاندې وې، تر خپل کنترول لاندې راوستلې.

طالبان وایي داعشیان یې داسې مهال له سیمه ایستلو ته اړ کړي چې له هوا څخه یې د امریکایي الوتکو ملاتړ هم له ځان سره درلود او په وینا یې چې “د تیرو ورځو عملیاتو په جریان کې امریکايي الوتکو په کراتو د مجاهدینو سنګرونه بمبار کړل، ترڅو داعشیانوته نجات ورکړل شي“

خبرپاڼه زیاتوي د دغو عملیاتو په جریان کې تر ۱۵۳ تنو داعشيان وژل شوي، له ۱۰۰ ډير ټپيان شوي، او تر ۱۳۴ تنو د طالبانو لخوا ژوندي نیول شوي دي.

طالبانو په دې عملیاتو کې د خپلو ۱۷ ملګرو د وژل کیدو او ۱۳ د ټپي کیدلو پخلی هم کړی.

همداراز په شمال کې د شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سردرې اړوند د قریه مغل په نیولو سره له دې ولایت څخه د داعشيانو ټول حضور ختم شوی اودحبیب الرحمن رهبر په نامه د دوی عمومي مسئول او مهم مشران یې مفتي نعمت، او دامالا صبغت الله له ۲۰۰ تنو افرادو سره دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي او هغوی هم په هلیکوفترو کې له سیمې انتقال شوي دي، طالبانو دا چاره “داعش نوازي“ بللې.

طالبان وایي چې دغه عملیات د جوزجان، سرپل او فاریاب د نظامي قطعو لخوا په درۍ اړخیز ډول خورا په تدبیر او احتیاط سره پرمخ تلل، ځکه وخت په وخت امریکايي الوتکو هم له داعشيانو څخه حمایت کاوه.

طالبانو په نورو ولایتونو کې پر فعالو داعشیانو هم غږ کړی چې له مخالفت څخه دې لاس واخلي او له کوم شرط پرته خپلې وسلې پرځمکه کیږدي.

طالبانو د یاد ولایت ولسونو ته د دې بریا مبارکي ویلې او ټینګار یې کړی چې“ “د اسلامي امارت مجاهدین لکه څرنګه چې له امریکايي اشغالګرو څخه د هیواد د ژغورلو هوډ او نه ماتیدونکې ارداه لري، همدا ډول د فتنه ګرو ډلو په ځپلو او له منځه وړلو کې هم کلک هوډ او پخه تجربه لري.

د یادونې وړ ده چې د جوزجان په درزاب او قوشتپه ولسوالیو کې سلګونه داعشي ملیشې چې زیاتره یې فرانسویان او د منځنۍ آسیا د هیوادونو اتباع و، میشت و.

د راپورونو پر اساس دغو وسلوالو په سیمه ټول ښوونځي او روغتونونه تړلي او په پراخه کچه اخلاقي فساد ته یې مخه کړې وه.

د سیمې خلکو په ځلونو رسنیو ته ویلي چې د یادو وسلوالو اکمالات د ناڅرګندو چورلکو په مټ ترسره کیږي او دغه راز یې د سیمې له خلکو میاشتنۍ جزیه یا ټیکس غوښتنه هم کوله.

باید وویل شي، چې طالبانو څه موده وړاندې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ هم په ټولیز ډول له داعشیانو پاکه تصفیه کړې وه ،چې وروستی سرحد یې د کونړ او ننګرهار ولایتونو ځینې غرنۍ سیمې پاتې دي، چې ښایي هلته یې هم بر ضد عملیات پیل شي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close