طالبان: د هیڅ بهرني هیواد په غوښتنه مو اوربند نه دی اعلان کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۳)

طالبانو د اعلان شوي اوربند په تړاو د ځینو رسنیو هغو راپورونو ته چې ګواکې اعلان شوی اوربند یې د چین په تضمین ترسره کړی، غبرګون ښوودلی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، اوربند یې د هیڅ کوم بهرني جهت په غوښتنه نه دی اعلان کړی
طالبانو ویلي

“د اختر په مناسبت د اسلامي امارت درې ورځنی اوربند د خپل ولس او خلکو لپاره په خپل ابتکار اعلان شوی، تر څو مو ولس د اختر مراسم او خوښۍ په آرامه فضا کې تر سره کړي او د دښمن په صف کي ولاړو هیواد والو ته دا پیغام ورسیږي چې که دوی د اشغالګرو کفارو له ملګرتیا او د خپل مسلمان ملت سره له جنګه لاس واخلي نو اسلامي امارت به په خپله پراخه او خوږه غیږ کې ځای ورکړي، له دې پرته بله هیڅ کومه موخه نه لري او نه هم د چا د غوښتنې له مخې وو“

وړمه ورځ پاکستانۍ ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوه مطلب کې د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی و، طالبانو د چین په ضمانت او منځګړیتوب له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړی دی تر څو د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد فضا جوړه کړي.
ورځپاڼې ویلي و، چې د اوربند په اغیز کې د پاکستاني چارواکو رول کوم اغیز نه درلود یواځې یې د چین او طالبانو ترمنځ خبرو ته زمینه سازي کړې.
هغه ادعا چې طالبانو له حقیقت لري رسنیز پروپاګند بللی او ردو کړی ي دی .

باید وویل شي چې ګډحکومت تیره ورځ څو ورځنی اوربند اعلان کړ چې په لومړۍ ورځ یې په بادغیس کې پر ولسي میشت ځایونو داسې مهال هوایي بریدونه وکړل چې په سیمه کې د مخالفینو هیڅ خوځښت شتون نه درلود او یواځې ولسي اهداف نښه وګرځول شول.
طالبانو هم د اختر درۍ ورځې له افغان ځواکونو سره اوربند اعلان کړی او د دولتي بندیانو د خوشې کولو خبریې هم ورکړی.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close