طالبان: د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ د والیبال په لوبغالي کې برید په مونږ پورې اړه نلري

کابل ټکی کام ۰۶میزان/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

تېر مازدیګر چې د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ د سیګانه سیمې د والیبال په لوبغالي کې کومه چاودنه وشوه، چې پکې لسګونه خلک ووژل شول، طالبانو پکې د خپلو وسلوالو ښکېلتیا په کلکه رد کړه.

د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې یاده پېښه یو غیر اسلامي او نظامي عمل دی، او اسلامي امارت شرعي پالیسي لري او خپلو وسلوالو ته د داسې غیر شرعي او نظامي بریدونو اجازه نه ورکوي.

په پیغام کې راغلي دي چې په سیمه کې طالبانو تېره ورځ د هيڅ پلان تیارۍ نه وو نیولی، او نه د والیبال په لوبغالي کې د دوی کوم نظامي هدف وو.

او زیاته کړې یې ده چې دا ډول بریدونه د دوی د دښمنانو له لورې ترسره کیږي، او پړه یې په دوی باندې اچوي، چې تر څو یې د ولس په منځ کې بدنامه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close