طالبان: د کابل جلال اباد په لویه لار مو دولت ته درانه تلفات اړولي

کابل ټکی کام ۲۶میزان/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر

د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته ویلي دي چې د دوی جنګیالیو د کابل جلال آباد په لویه لاره د استحکام پول څخه نیولې تر ماهیپر پورې د افغان ځواکونو په پوستو او اکمالاتي کاروانونو بریدونه پیل کړي دي، چې له امله یې د کابل جلال آباد لویه لاره په مکمله توګه تړل شوې وه.
مجاهد وايي چې په دغه نښته کې ۳۵تنه عسکر او پولیس وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د طالبانو ویاند د ۳عرادې MB ټانګونو، ۸عرادې رېنجر موټرو، ۱عراده کرېنګ موټر، ۸عرادې کانټینر موټر او ۶ عرادې د تېلو د اکمالاتي ټانکر موټرو د وېجاړتیا خبر هم ورکړی دی.
مجاهد دعوه کړې چې د دوی جنګیالیو له افغان ځواکونو څخه د کږې تلې نومې امنیتي پوسته هم نیولې ده، او ګڼ شمېر سپکه او درنه وسله یې لاسته لوېدلې ده.
مجاهد مني چې په دغه نښته کې د دوی دوه جنګیالي وژل شوي دي او ۵ تنه نور ټپيان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close