طالبان: د کابل په نني برید کې یواځې بهرنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۶ فرید افغان)

طالبانو د چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د کابل په نني سرتیري برید کې ملکیان تلف شوي.

که څه هم د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح رسنیو ته ویلي ،چې پر بهرنيانو باندې د کابل ښار په نني شوي برید کې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحيمي دوه تنه وژل شوي ملکي کسان ښودلي .

خو طالب ویاند ذبيح الله مجاهد بیا په یوه خبرپاڼه کې د نني برید د پخلي ترڅنګ ویلي چې د برید ځای له وړاندې د دوی د “استشهادي کنډک د کشفي او سري مجاهدینو لخوا تر دقیق څارلاندې وو“

مجاهد وایي؛ (د برید هدف بهرني اشغالګر ځواکونه وو چې هغوی په کې له منځه تللي، د مزدور دښمن هغه ادعاوې حقیقت نه لري چې وايي په پيښه کې ملکي خلکو ته زیان رسیدلی دی، ځکه برید د بهرنیو اشغالګرو د کمپ مخې ته ترسره شوی چې هلته ملکي خلک تګ را تګ نشي کولای)
نوموړی وایي؛ بریدګر عبدالله نومیده، د کابل ولایت اوسیدونکی و او د تیز رفتاره موټر په توسط یې برید ترسره کړی.

طالب ویاند ویلي؛ په برید کې د بهرنيانو دوه موټره په نښه شوي چې یو په ټولیزه توګه له منځه تللی او بل هم زیات زیانمن شوی دی.
نوموړی وایي؛ په موټرو کې ناست بهرنیان چې شمیر یې د ۶ او ۱۰ ترمنځ و، وژل شوي.

طالب ویاند پر بهرنیو روزونکو د ورته نورو بریدونو د ترسره کولو ګواښ هم کړی او ویلي یې دي چې په دې برید سره یې د امریکایانو او افغان حکومت له خوا د کابل د امنیت ساتنې طرحه هم له ننګونو او رسوایي سره مخ کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close