طالبان: د کمال خان د بند په ګډون د ټولو ټولګټو پروژو ساتنه کوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۳)

تيره ورځ د نيمرو امنيتي چارواکو خبر ورکړ چې طالبانو د دغه ولايت په چهابرجګ ولسوالۍ کې پر کمال خان بند برید کړی او غواړي چې دغه بند ته زيان واړوي.

که څه هم د امنیه قومندانۍ وياند ولي احمد سريع وايي، د بريد مخه يې نيولې او په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

خو طالبانو د چارواکو هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې دوی دغه بند ته د زيان اړولو اراده لري وياند يې قاري يوسف احمدي رسنيو ته په ليګلې خبرپاڼه کې ويلي، چې وړمه شپه د چهاربرجک ولسوالۍ د بندر په نوم سيمه کې په يوسته عمليات شوي چې په ترڅ کې يې دولس عسکر وژل شوي او د هغوی وسلې طالبانو غنيمت کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه بند له کمال خان بند څخه په ډيره ليرې فاصله کې دی او بند ته د زيان اړولو هيڅ احتمال نشته.

طالبان وايي، (کله چې دښمن په بیلابیلو ولایتونو کې د خپلو اجیرو عسکرو پراخه مرګ ژوبله ګوري، د وارخطايي او لار ورکۍ له مخې داسې پوچو تبلیغاتو ته لاس اچوي چې وشي کړای مجاهدین په یو ډول بدنام او عامه ذهنیت مغشوش کړي.)

دغه راز طالبانو ويلي، چې د خپل مشرتابه له خوا ورته امر شوی تر څو د کمال خان او سلمان بند په ګډون د ټولو ټولګټو پروژو ساتنه وکړي او هیچاته اجازه ورنکړي چې یادو بندونو او ورته ډول پروژو ته زيان واړوي.

طالبانو يوځل بيا ټينګار کړی، چې په دولتي پوستو او عسکرو بريدونه کول د دې معنا نه لري چې ګواکې طالبان به دغه بند ته زيان واړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې مخکې د فارياب ولايت د سرحوض بند پراخه سيمه هم تر خپل واک لاندې راوسته او وايي که په کامله توګه به يې ساتنه کوي.

ځايي سرچينې وايي، چې د سرحوض بند د ولایتي شورا د یوه وکیل غلام طاهر رحماني له خوا په زور نیول شوی و او  مرکز میمنې ته یې د اوبو پر پریښودو بندیز لګولی و خو د طالبانو له لوري تر نیول کیدو وروسته یې د دریو کانالونو اوبه د سیمې د خلکو فصلونو ته ور خوشې شوې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close