طالبان: د کندهار په غورک کې ۳۲ عسکر د جګړې په ترڅ کې وژل شوي_ مونږ تسليم شوي عسکر نه وژنو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۲) الماس خدرخېل

شاوخوا درې ورځې وړاندې طالبانو د کندهار ولایت د غورک ولسوالي په سورسنګ او چنار سیمو کې په مېشتو امنیتي ځواکونو او اربکیانو ډله یېز بریدونه وکړل، چې له امله يې ۳۲ تنه عسکر ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وويل، چې دغه عسکر طالبانو ته تر تسليمۍ وروسته وژل شوي دي.

بل پلو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دفاع وزير دغه څرګندونې ردوي او وايي طالبان هيڅکله هم تسليم شوي عسکر نه وژني او نه يې وژلي دي.

طالب وياند کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي: ((د اکتوبر د میاشتې په دیرشمه شپه د غورک ولسوالۍ د چینار او سرسنګ په سیمو لسګونه عسکر له تسلیمۍ وروسته نه؛  بلکي د یوې پراخې او سختې جګړې په لړ کې مخامخ  وژل شوي دي)).

قاري يوسف احمدي په دغه رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي: د اسلامي امارت مجاهدین له تسلیمۍ وروسته عسکر نه وژني او کوم عسکر چې له جګړې لاس اخلي مجاهدین یي په پوره درنښت ساتنه کوي، د زخمیانو یې علاج کوي او بیا یې له لازم تضمین وروسته د خپل کور په خوا رخصتوي.

نوموړی وايي، چې په تېرو کلونو او په نږدې څو مياشتو کې دوی د دولت سلګونه عسکر له تسليمۍ وروسته په وار وار خوشې کړي او هيڅکله يې نه دي وژلي.

قاري یوسف احمدي وايي، دولتي سرتيري يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو لکه هلمند، روزګان، بغلان کندوز، بدخشان او يو شمير نورو ولايتونو کې خوشې کړي، چې د ثبوت په ډول يې د عسکرو د خوشې کولو ويډيويي صحنې او راپورونه د دوی له لوري خپاره شوي هم دي.

د طالبانو له لوري په رالېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي:  موږ له فرصت نه په استفاده یو ځل بیا د کابل ادارې په  عسکرو، پولیسو، اربکیانو او نورو مخالفینو غږ کوو چې له جګړې لاس واخلي، مجاهدینو ته تسلیم شي تر څو د امریکایي کفري اهدافو په دفاع کې د قتل کیدو په ځای یې ژوند ساتل شوی وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close