طالبان د کندوز د ساتلو لپاره په بغلان کې کومکي قواوو ته ځای ځای کمینونه نیسي

کابل تکی کام ۰۸میزان/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر

دوه ورځې وړاندې طالبانو له سختو بریدونو وروسته د کندوز ولایت په مکمله توګه تر خپلې ولکې لاندې راووست، او افغان ځواکونه یې دې ته اړ کړل چې له کابل څخه د مرستو غوښتنه وکړي.
کله چې د افغان ځواکونو کومکي قوه د کندوز په لورې حرکت کوي، نو په بغلان کې د وسلوالو له بریدونو سره مخ شي چې مالي او ځاني تاوانونه ور اړوي.
د بغلان ولایت له جنګل باغ سیمې څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې طالب وسلوالو نن سهار شاوخوا ۵بجې د افغان ځواکونو پر هغه کاروان برید ترسره کړ چې د کندوز ته د تلو په حال کې وو.
خبر وايي چې د برید په پایله کې د افغان ځواکونو ۲ټانګونه، ۱عراده موټر په مکمله توګه له منځه تللي دي، او زیات شمېر دولتي عسکر یې وژلي دي.
د کندوز څخه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دي چې وسلوالو طالبانو ګڼ شمېر عرادې موټر او نور مهمات لاسته راوړي دي، او دکندوز هوايي ډګر تر سختو بریدونو لاندې دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close