طالبان: “راځئ چې د دې بې دریغه بهیدونکو معصومو وینو پوښتنه وکړو! “

“که د امریکایانو لخوا د اولسي خلکو د روان منظم قتل په اړه د اعتراض غږ پورته نه شي او مخه یې ډب نه شي، نو دا به په معاصر تاریخ کې د بشریت په وړاندې د ناروا چلند او خیانت یو بله کرغیړنه بیلګه وي چې د تل لپاره به د اوسني بشري وجدان په تندي تور داغ وي.“

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۴)

طالبانو په یوه اعلامیه کې چې په څو ژبو خپره شوې د نړۍ په بشري سازمانونو او نړیوالو سیاسي، فرهنګي، حقوقي او رسنیز ګروپونه او ډلو باندې ژغ کړئ څو د روانو مظالمو پر ضد ژغ پورته کړي.
طالبانو ویلي؛

“زموږ غوښتنه دا ده چې له بشري ژوند سره دغه وړ بې پروایي او ناروا چلند ته باید له سیاسي ملاحظاتو پرته وکتل شي او په وړاندې یې غږ پورته شي“

اعلامیه زیاتوي؛ . امریکایي ځواکونو چې په ډول ډول وسلو سمبال دي او تر قومندې لاندې یې افغان عسکرو په دې وروستیو کې د نامعلومو دلائلو له مخې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ولسي افغانانو یو مخیز قتل عام پیل کړی دی.
طالبانو د خبلو ادعاوو د اثبات لپاره د یوناما وروستي راپور ته اشاره کړې چې په کې راغلي (په ۲۰۱۸ کال کې د امریکایانو لخوا په هوايي بریدونو کې ۵۲ سلنه ملکي تلفات زیات شوي)
طالبان وایي د خپلو سیاسي موخو لپاره یې دا اعلامیه نه ده خپره کړې بلکې په وینا یې چې مسئله د عام افغان اولس د ژوند د ساتنې او د روان بې موجبه قتل عام د دریدلو ده.

طالبانو په تیره اونۍ کې د ملکي تلفاتو بوږنونکې پیښې چې ګډوځواکونو د هیواد په مختلفو سیمو کې ترسره کړې، یادې کړې او ویلي یې دي چې“که د امریکایانو لخوا د اولسي خلکو د روان منظم قتل په اړه د اعتراض غږ پورته نه شي او مخه یې ډب نه شي، نو دا به په معاصر تاریخ کې د بشریت په وړاندې د ناروا چلند او خیانت یو بله کرغیړنه بیلګه وي چې د تل لپاره به د اوسني بشري وجدان په تندي تور داغ وي.“

د اهمیت له کبله د طالبانو دغه اعلامیه په بشپړ ډول درته خپروو

د روانو بشر ضد جنایاتو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د دې اعلامیې په توسط د افغانستان او نړۍ ټولو با احساسه او وجدان لرونکو انسانانو ته خبر ورکوو!
د بشري نړۍ په کونج کونج کې هغوی چې لا هم له انسانیت سره خواخوږي لري او د بشر لپاره دژوند حق په رسمیت پیژني په هغوی غږ کوو.
هغه سازمانونه چې د انسانانو د ژوند او بشري حقوقو د ساتنې لپاره جوړ شوي، همدا راز د نړۍ په لر او بر کې ټول زړه سوانده افراد، سیاسي، فرهنګي، حقوقي او رسنیز ګروپونه او ډلې او ټول د احساس او عاطفې خاوندان د یوې مهمې مسئلې په اړه مخاطب ګرځوو!
خبره دا ده چې په افغانستان د امریکایي قواوو د یرغل او دلته د اوولس کلن جنګ په اړه به مو شاید له رسنیو ډير څه اوریدلي وي او اوس به په دې هیواد کې ترسره کیدونکي وقائع درته عادي او معمولي بریښي؛ خو په دې معمولو حوادثو کې نوې خبره دا ده چې امریکایي ځواکونو چې په ډول ډول وسلو سمبال دي او تر قومنده لاندې یې افغان عسکرو په دې وروستیو کې د نامعلومو دلائلو له مخې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ولسي افغانانو یو مخیز قتل عام پیل کړی دی.
زموږ دا اعلامیه نه خو د کوم سیاسي مقصد لپاره ده او نه هم تبلیغاتي مانور دی، بلکې مسئله د عام افغان اولس د ژوند د ساتنې او د روان بې موجبه قتل عام د دریدلو ده.
په وروستیو اونیو کې چې د افغانستان په اطرافي سیمو کې د امریکایانو لخوا د نظامي عملیاتو په نوم څه ترسره کیږي، هغه له شک پرته د اولسي وګړو یو منظم او عمدي قتل عام دی، په عامو کلیو او کورونو بې موجبه بمبارونه کیږي، په نیمو شپو یې په کورونو چاپې لویږي، په ډلیز ډول خلک وژل کیږي او شتمنۍ یې لوټ کیږي.
زموږ د خبرو د اثبات لپاره د یوناما هغه راپور چې د سپتمبر میاشتې په ۲۵ تاریخ په کابل کې خپور شو او په کې یادونه شوې چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکایانو لخوا په هوايي بریدونو کې ۵۲ سلنه ملکي تلفات زیات شوي هم بسنه کوي؛ خو بیا هم غواړو په لنډه توګه د هیوادپه بیلابیلو سیمو کې د امریکایانو او د هغو تر قومنده لاندې افغان عسکرو د جنایاتو څو هغه بیلګې درسره شریکې کړو چې په تیره څه باندې یوه اونۍ کې پیښې شوي دي.
۱ــ دسپتمبر په ۱۶مه د پکتیکا ولایت د ووړممۍ ولسوالي په سید خېلو سیمه کې اربکیانو د ملکې خلکو په کورونو د هاوانونو مرمۍ اورولې دي، له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ تنه شهیدان شوي دي.
۲ــ د سپتمبر په ۱۷مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په وډيسار سیمه کې امریکايي یرغلګرو اوداخلي عسکرو د چاپې په مهال ۱۶تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .
۳ــ د سپتمبر په ۱۷مه د ازرګان ولایت ترینکوټ اړوند کوټوالوسیمه کې د یرغلګرو او داخلي عسکرو په چاپه کې ۷ تنه عام وګړي شهیدان شوي دي.
۴ــ د سپتمبر په ۱۸مه د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د پای ناوي د ابردي په سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې ۶ تنه نجوني شهیداني او دوه تنه ماشومان زخمیان شوي دي.
۵ــ د سپتمبر په ۱۹مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په پیټلاو سیمه کې یرغلګرو او کورنیو عسکرو د چاپې پر مهال د ملکي خلکو د کورونو دروازې په بمونوالوزولې، کورونه یې لوټ کړي او ۱۰ تنه عام کلیوال یې شهیدان کړي دي.
۶ــ د سپتمبر په ۲۰مه د پکتیا ولایت د څمکنو ولسوالۍ د نوزی په کلي د یرغلګرو په بمبار کې ۴ تنه ملکیان شهیدان او ۱۴ ماشومان زخمیان شوي دي.
۷ــ د سپتمبر په ۲۰مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په سرخ آب سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو د ملکې وګړو په کورونو چاپه وهلې، ۱۹تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.
۸ــ د سپتمبر په ۲۲مه د کاپيسا ولایت تګاب ولسوالۍ بدراب سیمه کې په عامو کورونو چاپه ووهل شوه، د کورونو دروزاې ماتې شوې، خلک په وهلو او ټکولو له کورونو څخه را وایستل شول بیا بمبار وشو چې ۱۳ تنه عام کلیوال چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان او ۳ تنه ټپيان شوي دي.
۹ــ د سپتمبر په ۲۳مه د میدان وردګو جغتو ولسوالۍ په ملاحافظ کلي کې امریکايي او داخلي ګډو عسکرو په ملکي کورونو له چاپې او ځورونو وروسته سخته بمباري وکړه چې د مسیح الله په نامه کس کور مکمل ویجاړ شو، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه یوځای او د حاجي عبدالحلیم او معراج په نامه ۲ تنه کلیوال سپين ږیري چې د شهیدانو جسدونه يې ټولول بل ځای شهیدان کړل.
پورته څو هغه بیلګې دي چې په یوه اونۍ کې د امریکايي اشغالګرو د کړو وړو څخه پرده پورته کوي، هغه څه چې لابه هم روان وي، واقعا د افغان اولس لپاره ستره فاجعه ده، خو نړیوال جهتونه او بې پرې بنسټونه په دې اړه باید خپل مکلفیت وپيژني.
د روانو جنګي جرائمو په اړه د افسوس وړ خبره دا ده چې کورنۍ او نړیوالې رسنۍ هم له امریکایانو په اغیزمنتوب سره دا ډول پیښو ته لکه څرنګه چې په کار ده پوښښ نه ورکوي.
زموږ غوښتنه دا ده چې له بشري ژوند سره دغه وړ بې پروایي او ناروا چلند ته باید له سیاسي ملاحظاتو پرته وکتل شي او په وړاندې یې غږ پورته شي.
که د امریکایانو لخوا د اولسي خلکو د روان منظم قتل په اړه د اعتراض غږ پورته نه شي او مخه یې ډب نه شي، نو دا به په معاصر تاریخ کې د بشریت په وړاندې د ناروا چلند او خیانت یو بله کرغیړنه بیلګه وي چې د تل لپاره به د اوسني بشري وجدان په تندي تور داغ وي.
راځئ چې د دې بې دریغه بهیدونکو معصومو وینو پوښتنه وکړو!
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۰/۱/۱۶هـ ق
۱۳۹۷/۷/۴هـ ش ــ2018/9/26م


 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close