طالبان: قیوم ذاکر ته منسوب شوی لیک هیڅ حقیقت نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۳۰) زرغون خوږیاڼی

 طالبانو ویلي چې د رهبرۍ شوری غړي عبدالقیوم ذاکر ته په دروغو منسوب شوی لیک هیڅ حقیقت نه لري، دوی په خلکو غږ کړی چې په دې اړه کومه د پریشانۍ خبره نشته.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یاد لیک د دښمن د اسخبارتي کړیو کار بللی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد د عامه فکر د مغشوش کولو لپاره ډول ډول توطئې جوړوي.

تیره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي عبدالقیوم ذاکر په نوم یو لیک خپور شو، چې په کې د نوموړي په نوم د مولوي سراج الدین حقاني په اړه یو لړ شکایتونه شوي وو او د قطر دفتر مشر ته یې یاد شکایتونه عرض ‌کړي وو.

په لیک کې ویل شوي دي، چې (( له بده مرغه په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د زعیم زیاتو فیصلو او فرمانونو ته عمداً لازمه توجه نه کیږي او خپل سره دي، د اسلامي امارت د نائب خلیفه سراج الدین حقاني لخوا. له بده مرغه نوموړی د شیخ هبة الله صاحب په ټولو نظامي او سیاسي چارو کې مداخله کوي)).

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې قیوم ذاکر ته منسوب شوی لیک کاملآ دروغ او له حقیقته لرې دی او دا یې د دښمنانو د استخبارتي کړیو کار بللی دی، پدې اړه هیڅ کومه پریشاني نشته.

خپلو کتونکو ته د طالبانو د ویندوی اعلامیه کټ مټ خپروو:

ضروري خبرتیا!

ټول مسلمانان دې خبر وي، چې ددښمن استخباراتو د اسلامي امارت درهبري شوری غړي محترم حافظ ملا عبدالقیوم ذاکر صاحب ته په دروغو یو لیک منسوب کړی او په هغه لیک کې د اسلامي امارت له مرستیال محترم ملا سراج الدین حقاني صاحب نه شکایت شوی، دا لیک هیڅ حقیقت نلري، هیڅوک دې نه پري پریشانه کیږي. والسلام

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close