طالبان: لغمان کې د امریکایي الوتکو له ملاتړ سره سره، د داعشیانو جرړه وخته

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۳۱)

 

طالبانو ویلي چې په تیرو څو ورځو کې یې د لغمان د الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعشیانو پر ضده پریکنده عملیات پیل کړي و، چې له ټول هوایي او ځمکني مقاومت سره سره یې له هغوی څخه تولې نیول شوې سیمې بیرته ونیولې.

طالبانو ویلي ، داعشیان د دې ولایت د الینګار ولسوالۍ د ګندګل درې سیمې ته استول شوي وو ترڅو ځانته په سیمه کې ځاله جوړه کړي، دوی څو ځله دعوت ورکړ چې له شرارت څخه را وګرځي او د خلکو له ځورولو او اختطافونو لاس په سر شي، هغوی په کرارتو دعوت رد کړ او خپلې فتنې اچونی ته يې دوام ورکړ.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي؛ له دې ډلې یې د د لوړو غرونو څوکې، لاندې آوارې د جوړیګۍ ماسور، اسکین کندا او ګنده ګل لوی کلي له شتون څخه پاک کړي، لسګونه داعشیان یې وژلي چې اوس یې هم جسدونه په سیمه کې پراته دي.

د خبرپاڼې تر مخه؛ د احتمالي ژوندي پاتو داعشیانو پسې تصفیوي عملیات روان دي.
طالبانو ویلي چې داعشیانو هوایي ملاتړ هم له ځانه سره درلود او په خبره یې چې “تیره ورځ چې کله د اسلامي امارت مجاهدینو په دغو داعشیانو عملیات پیل کړل نو يې د حمایت لپاره امریکايي الوتکي سیمې ته را ورسیدې او د مجاهدینو په جنګي کمربند باندې يې بمبارونه پيل کړل چې له امله يې ۴ تنه مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل“

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي؛ په ننګرهار کې هم د دې ډلې پر وړاندې د دوی د عملیاتو مخه امریکایی الوتکي نیسي او د دوی د جګړو د لومړي خطونو په بمبارۍ سره نه پریږدي چې د داعش ډلې شتون له سیمې ورک شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close