طالبان: له امریکايي پلاوي سره په هيڅ کومه مسله توافق نه دی شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۸)

طالبانو د امريکايي پلاوي سره په قطر کې د ليدو کاتو په اړه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه خبرې ابتدايي دي او تر اوسه په هيڅ کومه مسله باندې توافق نه دی شوی.

د طالبانو وياند ذبیح مجاهد له خوا کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي: چې د طالبانو يوه لوړ پوړي هيئت د نومبر مياشتې په (څوارلسمه، پنځلسمه او شپاړلسمه) نيټه د امریکايي پلاوي سره د قطر په دوحه کې د افغانستان د مسئلې په سوله ييز حل خبرې کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، دغه خبرې چې ابتدايي بڼه يې لرله تر اوسه پکې په هيڅ کومه مسئله توافق نه دی شوی زياتوي (د اسلامي امارت له لوري د افغانستان موجوده وضعیت، په سپیڅلي اسلامي نظام ټینګار او د مسئلې د واقعي حل په اړه  ریښتیني حقایق بیان شول).

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې هغه اوازې رد کړي چې ګواکې د امريکايي پلاوي او طالبانو تر منځ د يوه مؤقت حکومت، انتخاباتو او د راتلونکي ولسمشر په رامنځته کېدو پريکړه شوې زياتوي (د موقت حکومت یا د راتلونکي ولس مشر او انتخاباتو په اړه چې په رسنیو کې له حقیقت نه لیري کوم تبلیغات کیږي، یا د پټو کړیو او اشخاصو له خوا افواهات خپریږي،یا ځیني شنونکي له ځانه اټکلونه کوي  هغه  هیڅ حقیقت نلري) او يواځې غواړي چې شکونه رامنځته کړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي،  موږ خپلو مجاهدینو او خپل مسلمان ولس ته اطمئنان ورکوو چې داسلامي امارت استازي به هیڅکله په داسې څه توافق ونه کړي چې هغه د اسلامي اصولو، د اسلامي امارت د پالیسۍ،  د شهیدانو او په سنګر کې د مجاهدینو له سپيڅلو ارمانونو سره سمون  ونلري.

طالبانو تر دې مخکې هم د ځينو اوازو له خپرولو وروسته ورته ډول خبرپاڼو کې ويلي چې هېوادوال او رسنۍ دې يواځې د دوی رسمي ادرسونه تعقيب او هغه څه دې په طالبانو پورې نه تړي چې د طالبانو له خوا نه وي خپاره شوي او يوځل بيا يې په ټينګار سره یادونه کړې، چې  د افغانستان د مسئلې په اړه هره فیصله چې کیږي،  د هغې په هکله به، اسلامي امارت خپل مجاهدین او ولس په جریان کې اچوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close