طالبان: له امریکایي پلاوي سره د اشغال په خاتمه او سوله ایزحل خبرې وشوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۱)

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې تیره ورځ یې دسیاسي دفتر غړو د افغانستان له پاره د امریکې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په دوحه کې کتلي.
طالبان وایي، چې امریکایي پلاوی ته یې په روښانه ټکو د یوه سوولیز حل تر څنګ د اشغال د خاتمې په اړه خبرې کړې او هغه یې د روانو ناخوالو اصلي خنډ بللی.

طالبان وایي چې امریکایي پلاوي ته یې ویلي چې “افغانستان یو اسلامي هیواد دی، خپل اسلامي ارزښتونه او ثقافت لري. د هغو په پام کې نیولو سره دې دواقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي“
طالبان وايي چې دواړو لوریو موافقه کړې چې خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې دوام ورکوي.

تر دې وړاندې د امریکا والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د دې لیدنې په تړاو راپور ورکړی و او زیاته کړې یې وه چې دا ځل امریکا په ډېر جدیت سره غواړي په افغانستان کې خپل ۱۷ کلن ماموریت په سوله ییزه توګه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.
خلیلزاد له قطر څخه وروسته سملاسي کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې د خپلو لیدنو کتنو په تړاو خبرې کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close