طالبان: له امریکا سره شوی“امنیتي تړون“ دې اصلاح نه، بلکې لغو شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۵)

طالبانو پر خپله ویبپاڼه کې له امریکا سره امنیتي تړون د لغوه کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې؛

“د تیرو څو کلونو تجربو ثابته کړه چې د امنیتي تړون تر سیوري لاندې د اشغال دوام زموږ د اولس او هیواد لپاره له بربادۍ، غمیزو او فجائعو نه پرته بل ارمغان نه درلود.“

طالبان وایي، له امریکا سره شوی امنیتي تړون، تیرایستونکی او ظالمانه قرار داد دی چې په وینا یې؛

“اشغالګر امریکایان دغه تړون په افغانستان کې د خپل شتون او ټولو پوځي جرائمو د جواز لپاره وثیقه بولي .“

خبرپاڼه زیاتوي، له امریکا سره شوی امنیتي تړون په شرعي، عرفي او عقلي لحاظ مردود او د نړیوالو قوانینو په معیار نه دی برابر او پر دې سربیره د افغان اولس لپاره د ډیرو بدمرغیو، فاجعو او غمیزو سبب هم ګرځیدلی دی.

طالبانو د امنیتي تړون د تعدیل په تړاو د سیاسي څیرو او ولسي جرګې وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي؛

“ هغه تړون چې بنسټ یې په فساد او نامشروعیت ولاړ دی. په اصطلاح تار او پود یې له ظلم، سرزورۍ او لاقانونۍ څخه اوبدل شوی، د دغسې تړون اصلاح اصلا نا ممکن او د ظلم له پاسه بل ظلم او غیر قانوني عمل دی“

طالبان وایی چې افغان ولس د بهرني یرغل خاتمه غواړي او په وینا یې چې؛

“که څوک د دغسې ظالمانه او فاسدو تړونونو د اصلاح اراده لري او غواړي په دې ډول یو ځل بیا د اولس سترګو ته خاورې وشیندي او څو کاله نور هم د اشغالګرو مظالمو ته لاره برابره کړي، دوی په دې سربیره چې د الله تعالی په وړاندې به مسؤل او مجرمین وي د اشغالګرو په ټولو ظلمونو کې به هم ورشریک او مساوي جنایتکاران به بلل کیږي“

باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د یاد تړون تر ټولو کلک ملاتړي صبغت الله مجددي په خپل کور کې د کرزي په ګډون ګڼ سیاسي او پخواني جهادي مشران ورغوښتي و، او د یاد تړون پر تعدیل یې ټینګار وکړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close