طالبان: له تورلیسته د طالب چارواکو نومونه ویستل د سولې لپاره یو ښه اقدام دی

(کابل ټکی کامک ۱۳۹۵ مرغومی۹) زرغون خوږیاڼی

د طالبانو سیاسي دفتر په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې له تورلیست څخه د طالب چارواکو نومونه لرې کول د سولې لپاره یو ښه اقدام دی او مونږ یې هرکلی کوو.

تېره ورځ په مسکو کې د روس، پاکستان او چین هیوادونو د افغانستان د کړکیچنو حالاتو او دغلته د سولې د رواستلو په اړه ګډه غونډه ترسره کړه، د غونډې په پریکړه لیک کې له ملګرو ملتونو وغوښتل شول، چې د سولې د بهیر پیلولو لپاره دې د ځینو طالب چارواکو نومونه له تور لیست څخه وویستل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د یادې غونډې په اړه وویل، چې یاده پریکړه  د کابل او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته د لارې هوارولو په موخه شوې ده، چې نن طالبانو هم ددې پریکړې هرکلی وکړو.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپره شوې اعلامیه کې لیکلي، چې زموږ اجنډا د هیواد خپلواکي او دلته اسلامي نظام قائمول دي، د خوښۍ خبره ده چې دسیمې هیوادونه هم طالبان د سیاسي او نظامي ځواک  په توګه مني.

لاندې د طالبانو دسیاسي دفتر اعلامیه کټ مټ خپروو:

په مسکو کې ددرې اړخیزې غونډې په هکله د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د ویاند څرګندونې

د افغانستان د مسئلې واقعي حل په دې کې دی چې په افغانستان کې ځمکني واقعیتونه وپیژندل شي او د دې مسئلې د حل په لاره کې پراته خنډونه لیرې شي. دا د خوشالی خبره ده چې اوس سیمه ایز هیوادونه هم دغې نتیجې ته رسیدلي دي چې اسلامي امارت  د افغانستان یو سیاسي او نظامي ځواک دی. د مسکو په درې اړخیزه غونډه کې د تورلیست څخه د اسلامي امارت د اعضاوو د نومونو د لیرې کولو په هکله سپارښتنه په افغانستان کې د سولې او ثبات  راوستلو په لاره کې یو ښه اقدام دی. موږ یې هر کلی کوو خو په هیواد کې د واقعي سولې لپاره باید د افغانستان د مستضعف ولس اساسي حقوق اعاده شي ترڅو دوی هم د نړی د نورو ولسونو غوندې خپلواک هیواد ولري او آزاد سفرونه وکړای شي.

زموږ اجنډا د هیواد خپلواکي او دلته اسلامي نظام قائمول دي. د افغانستان اسلامي امارت یو واقعیت دی او په ولس کې جرړې لري. د هیواد د ټولو قومونو ترمینځ وحدت او ارضي تمامیت زموږ هدف دي.

اوس هم اسلامي امارت په خپلوترلاس لاندی  سیمو کې د امن او ثبات باعث دی. موږ عملأ وینو چې د کابل دشړیدلی ادارې تر واک لاندی سیموپرته په مفتوحه سیمو کې نه غلاوې شته او نه اختطافونه. د قضایاوو د حل لپاره یې ولس ته له فساد خالي د شرعي محاکمو شفاف نظام رامینځ ته کړی دی.  په دی توګه یې د ولس ډیر مسائل  په سوله ایز ډول حل کړی دي.

محمد سهیل شاهین

د اسلامی امارت دسیاسی دفتر ویاند

۱۴۳۸/۳/۲۸ هـ ق

۱۳۹۵/۱۰/۸ هـ ش ــ 2016/12/28م

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close