طالبان: له تېرې ورځې را هیسې یې د بغلان پلخمري کې ۲۳تنه عسکر وژلي

کابل ټکی کام ۰۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې له تېرې ورځې را هیسې یې د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ اړوند په ډنډ غوري سیمه کې د دوی د جنګیالیو له لوري د افغان ځواکونو پر یو عملیاتي کاروان په پرلپسې ډول سخت کمیني او انفجاري بریدونه ترسره شول چې په پایله کې یې افغان عسکرو ته مرګوني زیانونه ورسېدل.
خبر پاڼه لیکي، جګړه لا هم دوام لري، چې تر اوسه پورې ۲ټانګونه، یو رېنجر د ماین ښکار شوي او یو ټانګ په مخامخ برید کې له منځه تللی.
خبر پاڼه زیاتوي چې د استخباراتو د ۳مهمو کارمندانانو په ګډون ۲۳تنه عسکر وژل شوي دي او ۵تنه نور مرګوني ټپيان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close