طالبان: له هر چارواکي سره منحیث افغان مذاکراتو ته تیار یو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۹)
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د مسکو په غونډه کې د افغان سیاسي مشرانو سره دوه ورځنۍ خبرې او مذاکرات رغنده ګام بللی او د تداوم هیله یې څرګنده کړې.
نوموړي ویلي،  پالیسي یې واضحه او څرګنده ده؛ هر هغه چاته چې د روان وضعیت  په تړاو  له دوی سره خبرې اترې او ناستې کوي،  هر کلی یې کوي.
نوموړي په مشروط ډول د حکومت له هر چارواکي سره خبرو ته چمتوالی ښوودلی او زیاته کړې یې ده چې، په ځانګړې توګه له هر افغان سره مذاکراتو ته تیار دي خو  د نظام او حکومت له ادرسه له هیڅ چارواکي سره خبرې نه کوي ځکه دا نظام له حقوقي او شرعي پلوه هیڅ ارزښت نه لري او که دوی ورسره خبرې وکړي،  یو ډول مشروعیت ترلاسه کوي او د دوی مبارزه هم نامشروع بلل کیږي،  په داسې حال کې دغه اداره د بهرنیانو لخوا تپل شوې کاواکه اداره ده.
نوموړی دغه راز د سیاسي مشرانو سره خبرې لاسته راوړنه بللې او د بیلګې په توګه یې ویلي “ یو مجاهد چې ټول وخت له یوه مخالف عسکر سره جګړې کوي؛  کله چې هغه ورته تسلیم شي، ورته خوښ وي او غاړې ته یې هارونه ور اچوي، دغه راز یې که ونیسي په ډیر ښه سلوک یې بیرته خوشی کوي،  ځکه د هغه شر نور دفع شي“
چې په وینا یې دوی هم په سیاسي ډګر کې دا لویه لاسته راوړنه بولي او د اشغال پر ضد یې د ملت د منسجموالي ښه پیل یې یادوي.
مجاهد وویل،  له خپل موقف یې هیڅ تنزل نه دی کړی او نه یې د کابل اداره په رسمیت پیژندلې،  بلکې د افغانانو سره تفاهم یې پالیسي وه او په رڼا کې یې قدم اخیستی دی.
نوموړي ټولو طالب افرادو ته ډاډ ورکړی چې مشران یې په خورا ځراکت او ظرافت قدم ګدي او هرڅه دقیق ارزوي.
مجاهد ويلي، د طالبانو تحريک دوه موخي لري چې د ده په وينا هغه د اشغال خاتمه او په افغانستان کې د اسلامي نظام جوړل دي چې په وينا يې دې موخو ته د رسيدو لپاره به طالبانو له سياسي لارو چارو او هم له زور (جګړې) څخه کار واخلي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close