طالبان: له ښه مرغه نن مو د جګړې ترڅنګ د دعوت لار هم تعقیبوله

ځایي خلکو بي بي سي ته ویلي، وضعیت کړکیچن ده، خو طالبان کوڅه په کوڅه ګرځي او خلکو ته د سر اومال د خوندیتوب او عسکرو ته له کوم مقاومت پرته د تسلیمۍ اعلانونه کوي.که عسکر له مقاومت څخه لاس واخلي وضعیت به ژر تر ژره عادي حالت ته وګرځي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۱)

په داسې حال کې چې نن د ملي دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي په یوه غونډه کې څرګنده کړه چې د غزني ټولې ستراتیژیکې سیمې د دولت په لاس کې دي او طالبان یې شاتګ ته اړکړي، د طالبانو ویاند دنن ورځې تفصیلي راپور خپور کړی او ادعا یې کړې چې دغزني ښار ۹۵ سلنه حاکمیت یې په لاس کې اخیستی او حکومت پر یوه محدوده ساحه واکمني لري.

طالبان وایي؛ د ټولو لارو حاکمیت یې لا هم په ولکه کې دی او نن یې د میدان وردګو په اړوند ساحاتو کې ۸ ځایه پر امریکایي او افغان ګډوځواکونو بریدونه کړي چې د ۱۰ امریکایانو په ګډون یې لسګونه داخلي ځواکونه وژلي او له ټولو هڅو سره سره غزني ښار ته نه دي پریښودل شوي

“ تر اوسه د غزني ښار دننه مورال پریوتو عسکرو ته هيڅ مرسته نه ده رسیدلي او ټول يې په هیله او کاذب امید کې په مجاهدینو باندې ووژل“

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي؛ تیره شپه یې د غزني ښار دننه کلاه سبز، پلان سه او د کندهار په زړه اډه سیمو کې دزنخان، ناوې، جغتو، رشیدانو اوخوګیاڼو ولسوالیو په نامه نقلي مرکزونه نیولي، د غزني د ښار په لمنو کې یې قلعه نو، قلعه شاده او شاوخوا نیږدې سیمې د دولتي ځواکونو له شتونه پاکې کړې او د ښار دننه یې د محکمې ودانۍ، د قومندان عبدالروف مرکز او ځينې نورې برخې هم تر خپل واک لاندې راوستلې.
طالبانو د تیرې ورځې په څیر بیا هم د دولتي عسکرو تسلیمدل خوښوونکی ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې

“له ښه مرغه نن دریمه ورځ مجاهدینو د جګړې ترڅنګ دښمن ته د دعوت لاره هم تعقیبوله“

طالبان وایي، په هر مرکز تر برید مخکې يې هغوی ته د وسلې غورځولو او ځان سپارلو توصیه کوله او د ځان ژغورلو دعوت يې ورکاوه.

“د معلوماتو په اساس ګڼ شمیر عسکر او پولیس توانیدلي چې له طالبانو سره رابطې وکړي، وسلې وغورځوي او ځانونه له هلاکت څخه وژغوري. “

طالبانو خپل لور ته هم د تلفاتو اوښتلو پخلی کړی او ویلي یې دي ،نن هم هوایي بریدونه روان وو، خو داچې طالبان اوس له بمباریو د ځانګړو تکتیکونو ترمخه بلدیت لري په تیرو ۲۴ ساعتونو په ټولو جګړو کې یواځې ۹ تنه طالبان وژل شوي او ۱۳ ټپيان دي.

طالبانو ویلي، تیره شپه یې د خواجه عمري ولسوالۍ هم نیولې او په خبره یې چې بل پلان یې د دهیک ولسوالۍ ده چې ژر به یې تصفیه کړي.
طالبانو ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې او د قوماندان چنګیز د ټپي کیدو او قوماندان عبدالرؤف په ګډون د ۸ عسکرو د نیول کیدو خبر یې هم ورکړی.

ځایي خلک:

ځایي خلکو بي بي سي ته ویلي، وضعیت کړکیچن ده، خو طالبان کوڅه په کوڅه ګرځي او خلکو ته د سر اومال د خوندیتوب او عسکرو ته له کوم مقاومت پرته د تسلیمۍ اعلانونه کوي.

دوی وایي؛ که عسکر له مقاومت څخه لاس واخلي وضعیت به ژر تر ژره عادي حالت ته وګرځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close