طالبان متحد شول، د پخواني مشر کورنۍ د طالبانو د نوي مشر مشري ومنله

کابل ټکی کام۲۴وږی/۱۳۹۴

 د طالبانو په منځ کې هغه اختلافاتو ته د پای ټکی کېښودل شو چې د طالبانو د مؤسس مرحوم ملا محمد عمر اخند زوی مولوي محمد یعقوب د نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره د نه بیعت کولو په سر راپیدا شوی و.

په یوه جوړه شوې غونډه کې چې د طالبانو اکثر مشران موجود و، د ملا محمد عمر اخند زوی مولوي محمد یعقوب او د هغه ورور ملا عبدالمنان ویناوې وکړې او له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره یې خپل بیعت اعلان کړ.

دوی په خپلو ویناوو کې دا هم منلې ده، چې ملامحمد عمر اخند په خپل ژوند کې په ملا اختر محمد منصور باندې اعتماد وو، او دی یې د مشرۍ لایق بللی وو، نو ځکه ملا اختر محمد منصور له هغه مرحوم وروسته د مشرۍ وړ کس دی.

د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور هم په دې غونډه کې وینا وکړه او د ملا محمد عمر اخند کورنۍ يې وستایله.

مرحوم ملامحمد عمر اخند
مرحوم ملامحمد عمر اخند

ملا اختر محمد منصور په خپله وینا کې ویلي دي چې دوی به په ټولو مهمو مسئلو کې د ملا محمد عمر اخند له درنې کورنۍ سره مشوره هم کوي، او د کورنۍ د غړیو لپاره به د خذمت زمینه مساعده وي.

د ملا محمد عمر اخند له وفات څخه وروسته د طالبانو لپاره دا تر ټولو لویه بریا ده. د طالبانو په منځ کې بعضې خفه شوي کسانو په مخالفت د لاس پورې کولو دلیل دا وړاندې کولو چې د ملا محمدعمر اخند کورنۍ بیعت ورسره ندی کړی، خو اوس د مخالفت هېڅ دلیل هېچاته هم ندی پاتې، نو ځکه هم پدې سره اختلافاتو ته د پای ټکی کېښودل شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close