طالبان: مولنا سمیع الحق د اسلام د دښمنانو له خوا وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۲)

طالبانو د پاکستان د ستر دیني عالم او د جمعیت الاسلام (س) ډلې د مشر مولنا سمیع الحق پر وژل کیدو خواشیني ښوودلې او هغه یې پیاوړی شخصیت بللی.
دغه دیني عالم چې خپل ټول وخت یې د دیني خدمتونو پاللو او سیاسي مبارزې ته ورکړی و، تیره ورځ د نامعلومو کسانو له خوا په خپل کور کې داسې مهال په چړو ووهل شو، چې پر مهال یې هیڅ ساتونکی نه و او نوموړی یواځې د ناروغۍ پر بستر پروت وو.
طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي“هغه د افغانستان له مظلوم اولس سره د شوروي اتحاد دیرغل او امریکايي اشغال په ضد نه هیریدونکي خدمتونه او ملګرتیا کړې، تل يې حق وینا کوله او د افغان اولس د مظلومیت نعره يې بدرګه کوله. “
طالبانو د نوموړي کورنۍ او ټولو متعلقینو ته تسلیت ویلی او زیاته کړې یې ده چې، په مولانا سمیع الحق صاحب وژونکی برید بې له شکه  د اسلام د دښمنانو کاروو، او هغوی نه غوښتل چې د مولنا په څیر مصمم کس دې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
باید وویل شي چې مولنا سمیع الحق د پاکستان د سترې دیني مدرسې “دارلعلوم حقانیې“ مهتمم او مشر وو، هغه مدرسه چې هرکال ترې زرګونه افغان او پاکستاني زدکړیالان له دیني زدکړو فارغیږي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close