طالبان: ناټو پر جګړه او اشغال ټینګار کوي سوله باید له جګړه مارانو وغوښتل شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۳)

طالبانو په خپله ویبپاڼه د ناټو د عمومي منشي هغو څرګندونو ته چې ویلي یې و،

“ په افغانستان کې سوله یوازې د خارجي پوځیانو د شتون د دوام په صورت کې راتللی شي ، طالبان باید تر دې کچې وځپل شي چې سولې ته راضي شي“

غبرګون ښوودلی او تر څنګ یې ویلي چې د سولې او اوربند غوښتلو په نوم راپورته شوې کسان  باید د اشغالګرو شتون په صریحو ټکو اشغال وبولي، تر څو اشغالګر تیښتې ته مجبور او د جګړې عوامل خنثی شي.

طالبانو ویلي

“ که چیرې د بهرني اشغال په شتون کې سوله راتلای شوای نو په تیرو ۱۷ کلونو کې به راغلې وه، د افغانستان تاریخ شاهد دی چې په دې هیواد کې کله هم د بهرني اشغال په صورت کې سوله نه ده راغلې“

د طالبانوپه تبصره کې ویل شوي چې افغان اولس د نسل په نسل مبارزو معلومدار تاریخ لري د ناټو مشر دې په دې اړه له انګریزانو او شورویانو نور جزئیات وغواړي

“طالبان کومه ډله نه ده بلکې د افغان اولس دوهم نوم دی. یو بشپړ اولس چې له خپل دین او خپلواکۍ سره بې کچې مینه لري، هیڅوک یې نه ماتولای او نه هم د جګړې په ډګر کې ستومانه کولای شي.“

طالبانو د ناټو د مشر په هغه خبره چې ګواکې داجګړه د بهرنیانو او طالبانو تر منځ ده، افغان حکومت ننګولی، چې ګواکې د جګړې او سولې ټول تصامیم یې د بهرنیانو په لاس کې دي، که داسې نه وای، د ناټو د مشر دا څرګندونې به یې غندلې وای ، ځکه افغان حکومت دا جګړه بین الافغاني بولي.

طالبانو د سولې په نوم د راپورته شویو پرلتیانو ته لارښوونه کړې چې دوی که په هره موخه را پاڅیدلي وي، خو د موضوع په عمق دې ځان وپوهوي

“سوله اشغالګرو برمته کړې ده. اشغالګر لا هم په جګړه ټینګار لري او په ډاګه وایي چې سوله به د جګړې په زور راولو. هغوی د اشغال د پای ته رسولو فکر نه کوي او تر نامعلومې نیټه د خپل ظالمانه تجاوز د اوږدولو په فکر کې دي.“

طالبانو ویلي؛ یاد خلک که د سولې ریښتیني غوښتونکي وي، باید مخامخ له امریکا څخه د استقلال غوښتنې شعار بدرګه کړي “د دې لپاره چې د جګړې اساسي علت له منځه لاړ شي، باید چې د سولې د مجمل خواست په ځای مخامخ له اشغالګرو څخه د ازادي او استقلال غوښتلو شعار بدرګه شي“
باید وویل شي چې د هلمند د سولې په نوم د کاروان مشر تیره ورځ ویلي و، چې طالبانو ورته د اوربند دغځولو منفي ځواب ورکړی او ګواښ یې کړی و، چې دوی به د ۵ هغو هیوادونو د سفارتونو مخې ته پرلت ووهي، چې ګمان کیږي، له طالبانو سره څه ناڅه اړیکې لري.
اقبال خیبر دغه راز ویلي و، طالبانو د اوربند په نه غځولو سره وښوده چې دا ډله خپلواکي نه لري خو طالبانو بیا په ټینګار سره ویلي چې

“ د جنګ او سولې اصلي تصمیم د اشغالګرو په لاس کې دی او هسې د اولس تیرایستلو لپاره یې د سولې او اوربند لپاره داخلي اجیران رامخکې کړي دي“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close