طالبان: نفوذي کسان په امريکايي عسکرو د بريدونو په لټه کې دي

طالبان وايي، د افغان پوځ او ځانګړو ځواکونو په ليکو کې يې سلګونه نفوذي کسان ځای پر ځای کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۳) وړمه ورځ د امريکا د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې افغانستان ته به سلګونه نور ځانګړي ځواکونه واستوي څو افغان اردو، پوليسو او سرحدي ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او هغوی سره په جګړو کې مرسته وکړي.

يوې امريکايي ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، چې د دغو نويو استول کېدونکو شمېر به اووه سوه کسان وي، چې پکې روزونکي او سرتيري شامل دي.

د افغانستان د دفاع وزارت، هېواد ته د نويو رالېږل کېدونکو ځانګړو ځواکونو هرکلی کړی او د دغې وزارت د مرستيال وياند محمد رادمنش ويلي، په دې ډله کې شامل روزونکي به افغان پوځ ته د نوې ټکنالوژۍ وسلو روزنه ورکړي.

له بله پلوه طالبانو د نوي ځانګړي ځواک د رالېږلو په اړه غبرګون ښودلی ويلي يې دي، چې امريکا په يو لک عسکرو د افغانستان جګړه ونه ګټله په سلګونو عسکرو يې هم نه شي ګټلی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، افغانستان ته د اووه سوه عسکرو رالېږل د امريکا (ډنډوره) بللې، زياتوي چې امريکايان غواړي (خپلو مورال بايللو عسکرو) ته په دغه ډول تبليغاتو روحيه ورکړي.

ښاغلی مجاهد وايي، د دوی سلګونه نفوذي کسان په امريکايي عسکرو د بريدونو په لټه کې دي او په خبره يې (په بې صبرۍ د هغې شېبې انتظار کوي چې له امريکايي عسکرو سره مخ شي) څو د خپلو بریدونو هدف يې وګرځوي.

طالبان وايي، د افغان پوځ او ځانګړو ځواکونو په ليکو کې يې سلګونه نفوذي کسان ځای پر ځای کړي، چې له دې مخکې يې يو شمېر کسانو په بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه هم کړي دي.

شاوخوا دوه ورځې مخکې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ په مامند درې سيمه کې د طالبانو دوو نفوذي قوماندانانو په امريکايي ځواکونو ډزې وکړې، چې پکې يو شمېر امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

څه موده مخکې د امریکا پوځ ويلي و، چې د افغان پوځ په ليکو کې يې د نفوذي کسانو د بريدونو د مخنيوي په موخه د (ساتونکي پرښتې) په نوم يوه ډله جوړه کړې، څو په پوځي ليکو کې هغه نفوذي کسان وڅاري او په نښه کړي چې پر دوی بريدونه کوي.

خو د طالبانو د نفوذي کسانو له وروستيو برياليو بريدونو داسې ښکاري چې (ساتونکي پرښتې) ډله په خپله دنده کې ناکامه او کومه لاسته رواړنه نه لري.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close