طالبان: نه مو په بګرام او نه هم دوبۍ کې له امریکایانو سره خبرې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱)

طالبانو د رسنیو له خوا ټول هغه راپورونه رسماً رد کړل،چې ګواکې د دې ډلې مشرانو په دوبۍ او بګرام کې له امریکایي چارواکو سره لیدنې کتنې کړې.

نن د ویسا ورځپاڼې د نامعلومو سرچینو په حواله خبر خپور کړ، چې ګواکې طالب مشرانو په بګرام کې له امریکایي چارواکو سره خبرې کړېاو په وینا یې چې دا کسان د پاکستان له کویټې ښار څخه په چورلکو کې راوړل شوي او بیرته خپلو ځایونو ته رسول شوي دي، تر دې وړاندې نورو رسنیو بیا ویلي و، چې د کویټې شورا غړو په دوبۍ کې د زلمي خلیلزاد په ګډون له ګڼو امریکایي باصلاحیته چارواکو سره لیدلي.
طالبان وایي “ موږ دا ډول افواهات په کلکه ردوو، د سیاسي فعالیت لپاره د اسلامي امارت رسمي آدرس (سیاسي دفتر) ټولې نړۍ ته معلوم دی او د امریکایانو په ګډون د نړۍ هیوادونه کولای شي ورسره تماس ونیسي او ورشي“

طالبانو دغه راز ویلي، چې په دوبۍ کې د دوی په نامه ځینو مغرضو کسانو د طالب چارواکو په نامه له امریکایي چارواکو سره کتلي او په وینا یې “د دې امکان شته چي بعضې مغرض اشخاص به دپيسو او ځينو نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د امریکایانو د تیرایستلو په غرض دغه ډول حرکات تر سره کوي او امریکایانو ته چې پخوا هم ډير ځله په دا ډول لومو کې نښتې په جعلي ډول ځان د امارت استازي ورپيژني“

طالبان وایي ، چې د دوی ټول سیاسي فعالیتونه په قطر کې د دوی له سیاسي دفتر څخه ترسره کیږي او په صراحت سره یې ویلي چې “امریکايي لوری باید درک کړي چې دغه ډول تزویري اوجعلي هڅې او تماسونه د ممکنه خبرو اترو اصلي پروسې ته هم جدي زیان رسولی شي“

دیادونې وړ ده چې طالبانو له وړاندې په ځلونو ټینګار کړی، چې د سیاسي فعالیت لپاره یې رسمي آدرس د قطر دفتر دی او له ټولو جهتونو یې غوښتي چې باید له یاد دفتر سره نیغ په نیغه اړیکه ټینګه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا تازه د افغان سولې لپاره رسماً زلمی خلیلزاد د خپل استازي په توګه ټاکلی.
طالبان افغان حکومت بې واکه اداره بولي او د سولې خبرې کول ورسره د وخت ضیاع بولي.
باید وویل شي چې امریکایی چارواکو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی خو طالب استازو په خپل سیاسي دفتر کې تیره میاشت له امریکایي چارواکو سره مهمې خبرې کړې وې چې دواړو لوریو یې پخلی کړی وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close