طالبان: نه په اسلامي امارت کې کوم ډول اختلاف شته او نه د مالي مسائلو په سر کومه ستونزه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۴) الماس خدرخېل

نن د ازادۍ راډيو په يوه تازه راپور کې ويلي، (چې ګنې د وسلوالو طالبانو ځينې وتلي قوماندانان له خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د ځينو اختلافاتو له کبله هلمند ته تللي دي).

خو بل پلو د وسلوالو طالبانو وياند قاري یوسف احمدي په تازه څرګندونو کې وايي، “چې موږ دغه ډول استخباراتي او مغرضانه راپورونه په کلکه ردوو، داسې هڅې په تبغلیاتي ډګر کې د اشغالګرو  او دهغو پورې د تړلو استخباراتي کړیو لخوا ترسره کیږي”

د ذبيح الله مجاهد له لوري په ټويټر خپور شوې دغه څرګندونې د لا ښه وضاحت لپاره کټ مټ نشر ته سپارو.

لاندې د اسلامي امارت د وياند قاري يوسف احمدي څرګندونې دي:

د مغرضې رسنۍ (آزادۍ رادیو) د پروپاګند په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

نن د آزادۍ رادیو په نامه یوې غربي رسنۍ راپورونه خپاره کړل چې  ګنې خدای مکړه د اسلامي امارت د مشرانوترمنځ د پيسو او مالي مسائلو په سر اختلافات راغلي او داسې نورې  خبرې.

موږ دغه ډول استخباراتي او مغرضانه راپورونه په کلکه ردوو، داسې هڅې په تبغلیاتي ډګر کې د اشغالګرو  او دهغو پورې د تړلو استخباراتي کړیو لخوا ترسره کیږي، ترڅو د اسلامي امارت په اړه اذهان مشوش کړي، لله الحمد نه د اسلامي امارت په صفوفو کې کوم ډول اختلاف شته او نه هم د مالي مسائلو په سر کومه ستونزه.

اسلامي امارت کلک او با دسپلینه ادارې چوکاټ لري، مشران اوکشران په کې معلوم دي، ټول دخپل مشرامیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده صاحب کلک اطاعت کوي، د مالي مسائلو په اړه په خورا حساس ډول احتیاط کوي، د بیت المال د راټولیدو او مصرف لپاره ځانګړی منظم چوکاټ لري او هيڅ نوعه اختلاف په کې وجود نه لري.

داچې دآزادۍ په نامه رادیو بې له دې چې د اسلامي امارت رسمي ویاندویان دقضيي په اړه وپوښتنې ، د دښمن، استخباراتي افرادو او یا نامعلومه سرچينو په حواله یو لوريز پروپاګند کوي، بې له دې چې خپل هویت لا په ډاګه کړي د اسلامي امارت حیثیت، وحدت او اتفاق ته کوم ضرر نشي رسولي.  ان شاءالله

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۱۴۳۸/۳/۲۴هـ ق

۱۳۹۵/۱۰/۴هـ ش ــ 2016/12/24م

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close