طالبان: هدف مو د دښمن ځپل و، فراه مرکز مو بې له مقاومته پریښود

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۶)

وسلوالو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د حکومتي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دوی یې په زور شاتګ ته اړ کړي او ګڼ تلفات یې ور اړولي دي.
طالبانو ویلي چې تیره ورځ یې د ښار ډیری برخې او نظامي تاسیسات ونیول چې د دوی د ادعا تر مخه په دې بریدونو کې یې د مهمو قومندانانو او مسئولینو په ګډون ۶۳ تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

په خبر پاڼه کې راغلي “د مجاهدینو مهم هدف چې د دښمن ځپل او له هغو څخه وسلې، مهمات و وسائط انتقالول وو هغه په بریالیتوب سره ترسره شول.”
د طالبانو خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي؛ تیره ورځ د ماښام تر لمانځه وروسته یې ټول نیول شوي نظامي ځایونه او تر واک لاندې سیمې له کوم مقاومت پرته پریښودې او خپلو سنګرونو ته په آرام سره ستانه شول.

دې ډلې خپل لور ته د تلفاتو اوښتلو پخلی هم کړی او زیاته کړې یې ده چې په ټولو عملیاتو او تعرضي بریدونو کې یې تر نن سهاره یواځې ۹ تنه ملګري وژل شوي او ۱۱ نورټپیان دي .
دوی د فراه د والي هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د دې ډلې ۳۰۰ تنه یې وژلي او زیاته کړې یې ده چې “سالنګی غواړي خپل شرم وپوښي او د امریکایانو په مټ ځان بریالی وښيي“
طالبانو د تیرې ورځ په تعقیب یوځل بیا په خلکو غږ کړی چې د دوی په خبره “د دښمن پروپاګند ته غوږ ونه نیسي او د دښمن لافوشافو ته هيڅ اهمیت ورنکړي”

فراه چوک

د یادونې وړ ده چې طالبانو تیره ورځ د ښار د چوک په ګډون ګڼ شمیر نظامي ودانۍ او د ملي امنیت ریاست تر خپل کنترول لاندې راوستل .
ځایي خلکو رسنیو ته ویلي؛ طالبانو په ښار کې هیڅ ملکي ځایونه نه دي تخریب کړي او نه یې هم ولسي خلکو ته کوم ځاني او مالي زیان رسولی دی.
دوی زیاتوي؛ په ښار کې طالبانو خلکو ته په ډاګه ویلي و، چې د دوی امنیت خوندي دی او هیڅوک به د دوی پرضد ګام اوچت نه شي کړای.

د فراه ښار
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close