طالبان: هلمند کې مو ۵ امریکایي عسکر وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه۱۳)

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یې د هغې عملیاتي قوې لسګونه امنیتي عسکر وژلي چې یادې ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه ورغلي وو.
خبرپاڼه کې ویل شوي، د مخامخ بریدونو او ځای پرځای شویو ماینونو په پایله کې  د ګډوځواکونو ۷ ضربتي ټانګونه ، ۱۰ شوبلې ویجاړ شوي د ۵ تنه امریکایي ځواکونو په شمول ۵۶ تنه عسکر،پولیس اواربکیان ژل شوي او ۱۹ تنه نور یې ژوبل دي.
د هلمند امنیتي چارواکي خپل لور ته د تلفاتو اوښتل تائیدوي خو په هکله یې د نورو جزئیاتو له ورکړې ډډه کوي.
چارواکي وایي په دغو بریدونو کې یې ګڼ شمیر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې او د هغوی مراکز یې په نښه کړي دي.
طالبانو هم په دغو لس ورځنیو عملیاتو کې د خپلو ۱۰ تنو ملګرو د وژل کیدو او ۵ نورود ژوبلیدو پخلی کړی دی.
بلخوا بیا سیمیزې سرچینې وایي چې د ګډوځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ تنه بیګناه کلیوال وګړي ، ۱۳ تنه ماشومان، ۴ښځې په شهادت رسیدلي او دماشومانواو ښځو په شمول ۱۴ تنه نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
ګډوځواکونو په دغو عملیاتو کې لسګونه کورونه او جوماتونه هم ویجاړ کړي او عامه شتمنیو ته یې پراخ مالي زیان ور اړولی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close