طالبان: هیله ده چې د افغان-امریکا مذاکراتو سره به له“اشغاله“راپیښه جګړه پای ته ورسیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۳)

طالبانو په خپله اونیزه تبصره کې چې د دې ډلې رسمي نظر څرګندوي ویلي، په تیر اوولس کلن بهیر کې یې د مسلح جهادتر څنګ له تیري کوونکو سره د مذاکراتو دروازه پرانیستې ساتلې وه.
طالبان وایي، د امریکا د متحده آیالاتو چارواکي دې نتیجې ته رسیدلي ښکاري چې له طالبانو سره مخامخ مذاکرات وکړي او هغه معضله چې د اوولس کلنو بمبارونو، پوځي عملیاتو او قسماقسم جنګي ستراتيژیو په تجریه کولو سره حل نه شوه اوس غواړي د خبرو او تفاهم په میز یې حل کاندي.
په دغه مقاله کې راغلي؛ افغان اولس هیله من دی چې د تفاهم او افغان ــ امریکا مخامخ مذاکراتو له لارې به روانه معضله حل او له اشغاله راپیښه جګړه پای ته ورسیږي. او زموږ دردیدلی ملت به د سولییز او خپلواک ژوند هغه ارمان ته ورسیږي چې له تیرو څو لسیزو یې د هغه لپاره ډیرې ستومانۍ ګاللې او بې ساري قربانۍ ورکړې دي.

طالبانو په دوحه کې د دوی له استازو سره د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد لیدنې ته په اشارې سره ویلي؛

“دغه انکشاف د اسلامي امارت لخوا د سولې او تفاهم هغه غږ ته مثبت ځواب دی چې دوه لسیزې پخوا یې د افغان اولس په استازیتوب د امریکایي واکمنو تر غوږونو رسولی و. هغه دا چې د اسلامي امارت هدف د افغانستان د اوږدې جګړې او بحران پای ته رسول دي او نه غواړي د سیمي او نړۍ له کوم هیواد سره د ټکر په نتیجه کې د خپل اولس ستومانۍ او ستونزې لا پسې زیاتي کړي“

مقاله زیاتوي؛ پرځای خو دا وه چې امریکایي چارواکو کلونه وړاندې د اسلامي امارت د سوله ییز حل غږ ته مثبت ځواب ورکړی وای، تر څو د هغو بې دریغه مرګ ژوبلو او تلفاتو مخه نیول شوې وای چې په روانه جګړه کې پیښ شوي دي. خو دا چې اوس امریکایي چارواکو د سولې په اړه خپله اراده څرګنده کړې، اوس هم ناوخته نه دی.

طالبانو ټینګار کړی چې؛

“اسلامي امارت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې په پایله کې یې د افغانستان اشغال او جګړییز بحران پای ته رسیږي او زموږ د مسلمان اولس دلوی ارمان اسلامي نظام او دهیواد والود سر، مال او عزت د خوندیتوب سبب ګرځي“

باید وویل شي،  چې طالبانو څو ورځې وړاندې په قطر کې د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل او د بهرنیو پوځیانو د وتلو سربیره یې په سولییز تفاهم ټینګار وکړ.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close