طالبان: هیڅ بهرنی هیواد نه شي کولی د افغانستان په چارو کې متصرفانه څرګندونې وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۳)

طالبانو د ناټو د عمومي منشي ینس ستولټنبرګ څرګندونو ته توند غبرګون ښوودلی او د نوموړي خبرې یې بې مسؤلیته بللې.
د ناټو منشي تیره ورځ د ناټو د وزیرانو شورا په غونډه کې چې افغانستان یې مهمه موضوع وه، وویل؛ له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل تر پاتې کیدلو په لوړه بیه تمامیږي چې د ده په وینا باید ناټو ځواکونه د اوږدمهال لپاره په دغه هیواد کې شتون ولري.
خو طالبانو بیا د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په هیڅ وجه د بهرنیانو پوځي شتون ورته د منلو نه دی او په وینا یې چې؛

“ دا که ناټو او امریکا وغواړي او که ونه غواړي افغانستان د دوی اړوند نه دی او دا خاوره به د دوی له کرغیړن شتون څخه پاکیږي“

طالبانو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د بهرنیانو په وتلو سره به له دغه هیواد څخه سیمیزو هیوادونو ته خطر پیښ شي؛ طالبان وایي چې د هیڅ هیواد په مسائلو کې یې مداخله نه  کړې، نه یې کوي او په خبره یې چې

“له دغې موضوع څخه تبلیغاتي استفادې او د غلطو معلوماتو خپرولو، روانه جګړه تر اتلسو کلونو پورې وغزوله، ناټو او امریکا يې له نړیوالې رسوايۍ او شکست سره مخ کړل، نور باید دغه غلطه فرضیه تغیر وکړي او حقائق ومنل شي“

طالبانو پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق هیچا ته نه ورکوي او په وینا یې چې په افغانستان کې نظام جوړل، امن راوستل او د دې هیواد ودانول د افغانانو کار دی

“هيڅ بهرني اشغالګر قوت ته د دې اجازه نشته چې د افغانستان په مسائلو کې تصمیم ونیسي، مداخله وکړي او په اړه يې متصرفانه څرګندونې وکړي“

په خبر پاڼه کې پر ‘ینس سټولټنبرګ‘ ژغ شوی چې د جګړې اور ته دې نوره لمن نه وي او بې مسؤلیته څرګندونې دې نه کوي.

طالبانو تر دې وړاندې هم ټینګار کړی چې د بهرنیانو د شتون په برخه کې له امریکایانو سره مذاکرات کوي ځکه چې د دوی په وینا، د کابل حکومت په دې برخه کې بې واکه اداره ده؛  خو د حکومتي نظام په کورني جوړښت کې بیا له خپلو افغانانو سره خبرې کوي او یوه جوړجاړي ته ځان ورسره رسوي چې په دې برخه کې هیڅ بهرني هیواد ته په داخلي چارو کې واک نه ورکوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close