طالبان: هیچاته به د ټوپکسالاري، ملوک الطوايفي او انارشيزم اجازه ورنه کړي

طالبانو یوځل بیا خبرداری ورکړی چې هیڅ بهرني هیواد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له پاکې خاورې څخه د نړيوالو رقابتونو د مرکز په حيث کار واخلي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۶)

طالبانو د میزان د شپږمې په مناسبت پیغام خپور کړی او دغه ورځ یې له افتخار ډکه ورځ بللې چې په وینا یې“ د شهیدانو آرمانونه په کې پوره او په هيواد کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې اسلامي نظام قايم او نړۍ ته له سلګونو کلونو وروسته د ریښتیني اسلامي عدالت يو ژوندی مثال وړاندې کړل شو.“

پوره ۲۲ کاله وړاندې د ۱۳۷۵ هجري شمسي کال د ميزان په شپږمه نیټه طالبانو د هیواد داکثرو ولاياتو له نیولو وروسته کابل ولايت هم تر خپل کنترول لاندې راووست .
طالبان داسې مهال واک ته ورسیدل چې په هيواد کې د انارشي، قومي او ژبني تعصب، ټوپکسالاري او پاټکسالاري، هرج و مرج، د قدرت پر سر خپلمنځي لانجو او مقابلو، د هيواد د ورانۍ او تجزيې لپاره پلانونه جوړ شوي و، چې طالبانو د یوه سپیڅلي پاڅون په ترڅ کې د دغو هڅو د شنډولو په موخه پاڅون وکړ او په ډېره لږ موده کې يې د اولسونو په همکارۍ د هيواد له پلازمېنې کابل څخه هم د شر او فساد ټغر ټول کړ.

طالبان وایي؛

“د اسلامي امارت مجاهدينو لکه څرنګه چې ۱۷ کلونه د غربي اشغالګرو په وړاندې مبارزه وکړه، د نننۍ (۶ د میزان) له وياړونو ډکې ورځې په رارسيدو سره امريکايي تيريګرو، ايتلافيانو او کورنيو لاسپوڅو ته يې وريادوي چې په هيڅ صورت به په دې سپيڅلې خاوره کې د خپلو شومو موخو په تحقق ونه توانيږي او دوی به هم لکه د پخوانو انګريزي او شوروي يرغلګرو او د هغوی د داخلي ګوډاګيانو په څير ډير ژر له نظامي او سياسي ماتې سره مخ شي.“

طالبانو یوځل بیا خبرداری ورکړی چې هیڅ بهرني هیواد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له پاکې خاورې څخه د نړيوالو رقابتونو د مرکز په حيث کار واخلي.

طالبانو دغه راز ویلي “خپل غيور اولس ډاډمنوي چې هيڅکله به چا ته اجازه ورنکړي چې بيا د ټوپکسالاري، ملوک الطوايفي او انارشيزم په توسط په ګران هيواد کې شر او فساد خپور کړي“

طالبانو پر ولسونو ژغ کړی چې د فساد، فتنو او نفاق اور ته لمن وهونکو شريرو عناصرو هر حرکت او سکون ته بيدار واوسي او په وړاندې يې روانه کړې مبارزه جاري وساتي “تر څو يو ځل بيا خپل ګران هيواد له مفسدو او پرديپالو څيرو تصفيه او د ميزان د (۶مې) په شان يوه بله د اسلامي نظام د نفاذ، سولې او ارامۍ ورځ را اعاده کړو.“

د یادونې وړ ده چې طالبانو داسې مهال کابل تر خپل کنترول لاندې راووست چې د احزابو ترمنځ جنګونو کې لسګونه زره بیګناه کابل میشتي وژل شوي و او پلازمینه کابل په کنډواله بدل شوی و.
طالبانو د کابل د فتحې پرمهال د کمونستي رژیم وروستی منسوب ولسمشر ډاکټر نجیب الله هم اعدام کړ

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close