طالبان واقعي سیاسیون دی

ابوسعیدافغان

د شریعت مسئله ده، چې مجاهدین د جهاد د تقویې او د اسلام د تحفظ لپاره د حربي کافر په مقابل کې له کافر څخه هم مرسته غوښتلای شي؛ خو په دي شرط چې د اسلام تحفظ به پکي کیږی.

مثال یی د روس د وخت جهاد او د امریکا مرستې له مجاهدینو سره!

نو اوس هم مجاهدو طالبانو ته دا تجویز ورکول کیږي، چې له هر کافر څخه د امریکا په مقابل کې مرسته غوښتلاي شی.

او دا هم مسلم حقیقت دی چې د نړۍ کفارو هر ځای مسلمانان په جنګ سره اخته کړي او هر ځای د مسلمانانو په هیوادونو کې د وینو ویالي بهیږي.

 نو په عین حال کې دا به د طالبانو په ښه سیاست دلالت کوي، چی طالبانو د نړۍ ستر طاقتونه په جنجال سره اخته کړو. البته دا به وروسته خبر وي چې د دغو سترو طاقتونو جګړه ئیز میدان به په آسیا کی کوم ځای وي.

خو د فهم وړ داده چې طالبان د دوۍ د خپلمنځي دښمنۍ نه په استفادي د امریکا یرغل مات او د هغه سُپر له سِفره سره ضرب کړی.

که څوک دا تحلیل کوي چې روس د افغانانو دښمن دی، څنګه مرسته له دښمن څخه اخیستل کیږي، یا یې دښمن درسره کوي؟

موږ ورته وایو، چې آیا نصاری(امریکایان) زمونږ دښمنان نه وو؟ ولې مو د روس په جهاد کې ترې مرستې غوښتلې؟

که وایي چې بیا به روس یرغل وکړی، موږ  ورته وایو چې طالبانو له تیر جهاد نه ان شاءالله ډیر څه زده کړي او همغه تجربې به بیا نه تکراریږي، همغه خالیګا په هغو کې وه چې د هغه میدان ګټونکي وو.

په اوس جهاد کې مقصود د طالبانو د امریکا د یرغل ماتول دي هغه که په هر لحاظ،له هرې مشروع لارې وي.

 عجیب خو لا دا دي چې د افغانستان د ګډاګۍ ادارې لپاره هیڅ عیب نه دی، چې د نړۍ ټول کفری هیوادونه یې د مسلمانانو د قتل لپاره را ټول کړي،او د سوال ځولۍ پري ګرزوی هیڅ خبره نه ده خو بر عکس د طالب لپاره بیا هر څه عیب دي هغه هم د مشروع لارې.

 د روسانو په احتمالي مرسته چې د روسانو په یوه درې اړخیزه غونډه کې صرف د تور لیست خبر شوی، د انتقادونو پراخ غبرګونونه مدني مفعولان کوی.

د سوکاله افغانستان په هیله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close