طالبان وايي، د جاني خيلو ولسوالۍ يې نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۳)

طالبانو تيره شپه د پکتيا ولايت په جاني خيلو ولسوالۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بریدونه کړي چې د خبر له مخې د يادې ولسوالۍ مرکز او امنتيتي پوستې يې نيولي دي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د يادې ولسوالۍ نيول تاييدوي په وينا يې ” خیلو ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې امنیتې پوستې بشپړې فتحه شوې”.

ويل کېږي، په دغه نښته کې چې تيره شپه د جاني خيلو پر ولسوالۍ رامنځته شوې ګڼ شمير دولتي عسکر وژل شوي او د هغوی وسلې طالبانو له ځان سره وړي دي.

د پکتيا د امنيې قومندانۍ يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د جاني خيلو ولسوالۍ له منسوبينو سره يې اړيکې پرې شوي زياتوي تر اوسه د ولسوالۍ په قومندانۍ کې له پرسونل سره هيڅ ډول رابطه نه ده شوې.

تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

تير کال هم طالبانو د جاني خيلو ولسوالۍ نيولې وه چې پکې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د هغوی وسلې طالبانو ته په لاس ورغلې وې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close