طالبان وايي، نورستان کې يې اکمالاتي چورلکه نسکوره کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۸)

طالبان او ځايي سرچينې وايي، چې د نورستان ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې د پوځ اړوند يوه اکمالاتي چورلکه نسکوره شوې ده.

ويل کېږي، دغه چورلکه چې غوښتل يې پرون ماذيګر د برګمټال ولسوالۍ ته اکمالات کول د طالبانو په برید کې نسکوره شوې او له منځه تللې ده.

طالبان هم مني، چې په برید کې چورلکه نسکوره شوې او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکلي: “تیر مازدیګر د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ مرکز ته نیږدې سیمه کې د کابل ادارې یوه هلیکوبتره چې اکمالات يې کول په برید کې رانسکوره کړه. هلیکوبتره له عملې سره له منځه لاړه او ټوټې يې په سیمه کې پرتې دي.”

تر اوسه په رسمي ډول دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي، خو سيمه ييزو چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط رسنيو ته دا خبر تاييد کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close