طالبان وايي نومبر میاشت کې د کابل ادارې ۵۸۷ کارکوونکي ورسره ملګري شوي

 (کابل ټکی کام ‍۱۳۹۵ لیندۍ۱۳) زرغون خوږیاڼی

طالبانو په یوه خپور شوي خبر کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۶ز کال د نومبر په میاشت کې ددعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو ورسره د کابل د ادارې  ۵۸۷کار کوونکي ملګري شوي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې دغه کسان د ګډ حکومت په بیلا بیلو ارګانونو کې په دندنو بوخت وو، چې د حقایقو په درک کولو سره ترې راووتل او د طالبانو سره یو ځای شول.

ویاند زیاتوي، چې د طالبانو سره یو ځای شویو کسانو وعده وکړه چې نور به(( دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي  )).

ددوی په وینا، راغلیو کسانو((مختلفه النوعه لویې او وړې وسلې، مخابرې، وسایط او یو زیات شمېر مهمات مجاهدینو ته سپارلي دي)).
طالب ویندوی وايي، چې یادو کسانو ته د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون مشرتابه هر کلی او ښه راغلاست ووایه او دوی یې په انعامونو اوجایزو ونازول، ویاند دا هم ویلي، چې طالبانو ددغو راغلیو کسانو دا اقدام ستایلی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close