طالبان وایي د فراه ولايت خاک سفېد ولسوالۍ يې هم نيولې ده

کابل ټکی کام ۰۸میزان/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

وسله وال طالبان ادعا کوي، چې له سختو جګړو وروسته يې د فراه ولايت خاک سفېد ولسوالۍ هم نيولې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په استولې اعلاميه کې ويلي دي، چې خاک سفيد له اږدې مودې راهيسې محاصره وه، چې تېره شپه د دوی لاس ته پرېوته.

نوموړی وایي، د ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او دفاعي پوستې يې په بشپړ ډول په خپل کنترول کې اخيستې دي.

په خپله دولتي چارواکو لا تر دې دمه د خاک سفېد د جګړې او سقوط په اړه څه نه دي ويلي، خو د سيمې خلکو د وسله والو طالبانو خبره تاييد کړې ده او زياته کړې يې ده، چې په جګړه کې شايد لسګونه دولتي عسکر وژل شوي وي.

طالبانو په داسې وخت کې خاک سفېد ولسوالۍ ونيوه، چې تېره ورځ يې د کندز ښار او د تخار ولايت دوه ولسوالۍ هم له دولته ونيوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close