طالبان ولی حکومت سره سوله نه کوی؟

‏ لیکوال احمد منصور
څو ورځی مخکی د طالبانو د سیاسی دفتر نه د سولی په اړه اعلامیه خپره شوه چی طالبانو پکی ویلی چی د جگړی اصلی لوری سره باید خبری وسی چی امریکا ده خو د دی اعلامی خپریدو نه دوه ورځی پس په کابل کی دکابل د پروسی په نوم غونډه دایره شوه چی چارواکو دسولی په کولو ضد نقیض خبری وکړی،طالبانو په غبرگون کی وویل چی مزدور حکومت بی اختیاره ده او واک له امریکا سره ده او باید چی امریکا سره خبری وکری زیاته کره ورته غونډی له مونږ سوله نه بلکی تسلیمی غواړی،چی بعضو ساده لوحو افغانانو دا اعتراض کولو چی طالبان ولی له افغان حکومت سره سوله نه کوی؟دلته به په لنډ ډول د دی سوال او یا اعتراض جواب ورکړو؟تش په نوم افغان حکومت هیڅکله سوله نه غواړی بلکی دسولی مخالف دی او مونږ سره دلایل موجود دی،سو کاله دمخه چی طالبانو په قطر کی دفتر پرانیزه او سپین محمدی بیرغ یی پکی جیگ کړ نو کرزی او ټولو د امریکا تالیڅټو چارواکو یی مخالفت وکړ،گوډاگیانو د دوو لاملونو له امله مخالفتونه وکړل(۱)چارواکو ویل که چیرته مونگ د دفتر د پرانیزدو په اړه چپ پاتی شو نو دا داسی شول لکه طالبان مو چی د یو حکومت او ځواک په حیث وپیژندل،(۲)دا چی مزدور حکومت د دیموکراسی نظام یو آزادانه نظام بولی نو ځکه یی هلته د سپین بیرغ په اوچتیدو غبرگون وښود او وی انگیرله که هلته همداسی رپاند پاتی شی لری نه ده چی په ارگ ورپی ځکه یی را گوزولو کی لاس پکار شول،همداسی دمزدورانو دسولی بله دمخالفت بیلگه داده چی پنځه کاله مخکی د افغانستان د خرڅلاوو قباله یی امریکایانو ته وروسپارله او جگړی ته یی لا اسباب محیا او برابر کړل،همداسی په فرا کی د طالبانو لخوا د عمری په نوم د یو ښار وارنول وه چی طالبان یی سخت په قهر کړل، د بندیانو ځورول او یا د اعدام حکومونه د عام اولس په کورو د امریکایانو او مزدور حکومت لخوا چاپی اچول بی اجازته سره خارجیانو د یو عزتمند او مسلمان کورته ننوتل دهغو سړی بی ثبوته د طالبانو په تورنیول په کلونو قیدول،په مساجدو مدارسو د ودنو په محافلو او په جنازو بمباریانی کول او د مزدور حکومت د امریکایانو په مظالمو چپه خوله پاتی کیدل هغه سه دی چی تری دا خکارندوی کوی چی مزدور حکومت او باداران یی نه د سولی غوښتونکی دی او نه اوسنی هڅی دسولی لپاره دی بلکی دا صرف د افغانانو د تیرستو لپاره دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close