طالبان: يوولس سوه دولتي کارمندانو دندې پرېښي او طالبانو سره يوځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۵)

طالبان وايي، د روان ۲۰۱۸ميلادي کال په نومبر مياشت کې څه باندې يوولس سوه دولتي مامورينو له دولت سره پريکون اعلان کړی او خپلې دندې يې خوشې کړي دي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، تيره مياشت د دوی د دعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون په هڅو ۱۱۰۶تنه دولتي کارکوونکي چې د هېواد په بيلابيلو ولايتونو کې يې په بیلابيلو ادارو کې دندې کولې له خپلو دندو لاس په سر او طالبانو سره يوځای شوي دي.

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، چې هغوی ته ورغلي دولتي کارمندان (د حقایقوپه درک کولود دغه فاسدرژیم څخه راووتل) زياتوي چې يادو کسانو له ځانونو سره بيلابيل ډوله لویې او وړې وسلې ،مخابرې ،وسایط او په زياته اندازه مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو سره يوځای شويو سلګونه مامورينو کلکه ژمنه کړې “چې نور به دخپل د دین اووطن دخارجي او داخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي” د طالبانو ملاتړ او همکاري به کوي څو له هېواده د”کفر،فسق،اشغال ،فحشاء اوګمراهیوکرغیړن ټغرټول” او د افغانانو په خوښه يو سوچه اسلامي نظام واکمن شي.

د خبرپاڼې له مخې، طالب مشرانو د تسليم شويو کسانو هرکلی کړی، دا يې د هغووی نيک اقدام ګڼلی او یادو کسانو ته يې د دې لپاره انعامونه او جايزې ورکړي چې په وينا يې د (يرغلګرو او لاسپوځي رژيم څخه رابیل او طالبانو سره يوځای شول).

حکومتي چارواکو او امنيتي مسوولينو تر اوسه د طالبانو د دغه خبرپاڼې په اړه څه نه دي ويلي، خو د يادونې ده چې طالبان هره مياشت د خپلو رسمي ادرسونو له لارې د خپل بلنيز (دعوت و ارشاد، جلب جذب) کمېسيون راپور خپروي چې ډير کله د تسليم شويو دولتي پوځي او ملکي کارمندانو د تسليمېدو ويډيو کليپونه هم ورسره خپروي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close