طالبان: ټرمپ دې داسې پالیسي جوړه کړي، چې په نړۍ کې د نورو ولسونو ازادۍ نه سلبوي

کابل ټکی کام ۱۹لړم/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

ډونالډ ټرمپ د ۲۷۹ رایو په ګټلو سره بری خپل کړ او مخالف لوري (هیلري کلنټن) ته یې ماتې ورکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ډونالډ ټرمپ ته څو لارښوونې کړي دي.

«زموږ پيغام ورته دا دی چې نور دې د امریکايي حکومت پاليسي داسې جوړه کړي چې په نړۍ کې د نورو ولسونو آزادۍ نه سلبوي او خپلې ګټې د نورو ملتونو په هلاکت او محکومیت کې نه لټوي، ترڅو په داسې کولو سره ټوله نړۍ په امن کې شي، او روان بحرانونه پای ومومي.».

مجاهد ټرمپ ته په خطاب کې ویلي دي، چې نور له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي، د خپلو تېرو امریکايي مشرانو په څېر دې خپل ځان او خپلو جنرالانو ته د ناکامۍ او رسوایۍ القاب نه خپلوي او نه دې خپل اقتصادي، حیثیت او عسکرو ته زیان اړوي.

همدا راز یې ترې غوښتي، تر څو افغان مظلوم ولس نور پرېږدي، تر څو د یوه ازاد ملت په توګه خپلواک نظام ولري او نور په خپل منځ او له نړیوالو سره داسې اړیکې ولري، چې د یو بل له ضرر څخه محفوظ وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close