طالبان: پرلت او د سولې شعارونه استخباراتي پروژې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۴)

طالبانو رسنيو ته په ليږلې اعلاميه کې ويلي چې دښمن يې (امريکا او ملي وحدت حکومت) د پرلت او سولې له زړه وړونکی شعار څخه د اشغالګرانه موخو لپاره کار اخلي او له دې يې لويه موخه د امريکايي اشغال دوام او د ” حاکم فاسد او ګوډاګي رژيم” پايښت دی.

په تير کې طالبانو ورته حرکتونو ته د خپلو وندويانو له لارې غبرګون ښوده، خو دا ځل يې د امارت په کچه “استخباراتي پروژې” بللې دي.

کابل ټکی کام ته د دوی له لورې په ايميل شوې اعلاميه کې د هيواد روانه جګړه بين الافغاني نه، بلکې د امريکا او افغان ولس تر منځ جګړه بلل شوې او ويلي يې دي چې د اشغالګرو تر څنګ ولاړ افغانان د جګړې ماهيت نشي بدلولی.

د طالبانو په باور امريکا او ملګري يې چې په نظامي ډګر او نورو دسيسو کې ناکام شول، اوس هماغه د سولې شورا ته ورکيدونکې ډالري بوديجه د بې طرفه خلکو تر عنوان لاندې د پرلت په نوم د اشغال د دوام په کمپاين مصرفوي، چې په وينا يې، مقصد يې “مقدس جهاد” افغان وژنه معرفي کول او د امريکا کفري اشغال ته په اسلامي او خپلواک هيواد کې پايښت ورکول دي.

اعلاميه وايي چې ملي وحدت حکومت د زوال په غاړه دی او د سولې تيرايستونکی شعار يې د تداوم وروستۍ هڅه ده. د دليل په توګه د اعلاميې په يوه برخه کې راغلي (اشغالګرو همیشه د ښو او مثبتو شعارونو تر عنوان لاندې شیطاني دسیسې عملي کړې دي، اشغالګرو په افغانستان ظالمانه یرغل ته د ( ازادۍ) نوم ورکړ، د پنټاګون لخوا د ملیشه سازۍ پروګرام یې په (ملي پاڅون) مسمی کړ، د اشغالګرو د اشغال تايیدوونکې غونډې ته یې د لویې جرګې عنوان غوره کړ او اوس غواړي چې د (پرلت او سولې) زړه وړونکی شعار هم د خپلو اشغالګرانه موخو لپاره وکاروي.)

طالبانو په دغې اعلاميه کې له ځوانانو، ټولنيز قشر او ټولنيزو سياسي اړخونو غوښتنه کړې چې ځان د امريکايانو له استخباراتي دسيسو لرې وساتي، دوی زياتوي: (له دې اعلامیې او خبرتیا وروسته که لا هم څوک د دې ناوړه پروژو برخه ګرځي؛ نو ښکاره خبره ده چې د دښمن د استخباراتو پروژه به پرمخ وړي).

له دې وړاندې طالبانو د ورته خوځښتونو او ټولنو په وړاندې له نرمۍ کار اخيست، خو په نننۍ اعلاميه کې څو سختې جملې ښکاروي چې په هيواد کې د پرلت او د سولې کاروان په نوم حرکوتونو د اصليت په اړه کره شواهد ورته رسيدلي دي.

د طالبانو بشپړه اعلامیه په لاندې توګه ده

 

د اشغال د تداوم په مقصد د پیل شوې دسیسې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه 

په تېرو اوولسو کلونو کې امریکایانو او د هغوی داخلي لاسپوڅو خپل ټول کوښښونه وکړل تر څو په افغانستان کې د بهرني ظالمانه تجاوز په مقابل کې د اولسي جهاد غږ خاموش کړي. توطیه ګر دښمنان چې کله په نظامي ډګر کې نامراده شول نو یې د اشغال د تدوام په مقصد سړو حربو ته لاس واچاوه، لومړی یې د سولې په نوم کمیسیون جوړ کړ، وروسته یې همدغه کمیسیون د سولې په شوری بدل کړ چې امریکایانو ورته سلګونه میلیونه ډالر بودیجه مقرره کړه.
خو د څو کلونو په تیریدو او د سلګونو میلیونو ډالرو له مصرف سره سره بیا هم دغه د امریکایي دسیسو اجراء کوونکي ونه توانیدل چې بادرکه افغان اولس له خپل دیني او ملي جهادي عزم څخه منحرف او د ظالمانه امریکایي اشغال په اړه یې نظر بدل کړي.
په دې وروستیو کې د سولې تر عنوان لاندې هماغې پخوانۍ امریکایي دسیسې بل شکل اختیار کړی دی. دا ځل د هماغو امریکایي ډالرو په مصرفولو سره هڅه کیږي چې ظاهرا د بې طرفه خلکو په عنوان د پرلت په نامه د اشغال د تدوام کمپاین ترسره کړي او یا هم استخباراتي کارکونکو ته د قومی مشرانو نومونه ورکول کیږي او د هغوی په توسط هڅه کیږي چي مقدس جهاد د افغان وژنې په حیث معرفي کړي او په پایله کې د امریکایانو کفري اشغال ته په دې اسلامي او خپلواک هیواد کې پایښت ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د اسلام د مقدس دین له هدایاتو سره سم، او د خپل اولس ویاړمن تاریخ او ملي تشخص ته په ژمنتیا سره هر هغه حرکت د اولس او هیواد په زیان بولي چې د امریکایانو اشغال ته د دوام زمینه برابروي او د اشغالګرو کفارو په مقابل کي د الله تعالی له لوري فرض کړل شوي مقدس جهاد ته بین الافغاني جنګ یا ورور وژنه وایي.
موږ له ټولو هیوادوالو، ځوانانو، اجتماعي قشرونو او سیاسي ټولنیزو اړخونو غوښتنه کوو، چې د اشغالګرو له پټو او ښکاره استخباراتي دسیسو څخه دي ځان لرې وساتي. د سولې تر نوم لاندې د دې مرموزو جریانونو او پرلتونو یوازینی هدف دادی چې زموږ په اسلام او خپلواکۍ مین اولس د جهاد له برحقې داعیې څخه منصرف کړي. دوی د همدې هدف لپاره پرته له دې چې د جنګ په عواملو وغږیږي یوازې د سولې شعار بدرګه کوي. د اشغال په خلاف هیڅ هم نه وایي او نه د بهرنیانو د وتلو موضوع مطرح کوي. د دوی هدف دا دی چې مجاهد اولس وسله پر ځمکه کیږدي. د اشغالګرو تپل شوی رژیم ومني تر څو اشغالګرو ته په پُرامنه توګه د خپلو پوځي، فکري او ستراتيژیکو اهدافو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.
د افغانستان روانه جګړه بین الافغاني جګړه نه ده، بلکې د امریکایي متجاوزینو او افغان مجاهد اولس تر منځ جګړه ده. دا چې ځینو ناخلفه داخلي ګوډاګیانو په دې مقابله کې د اشغالګرو اړخ نیولی په هیڅ صورت د جګړې ماهیت نه شي بدلولای. موږ پوهیږو چې د امریکا ګوډاګیان د زوال د کندې په غاړه ولاړ دي. د جګړې په ډګر کې یې شکست خوړلی، هره ورځ درانه تلفات ورکوي او سیمې یې له لاسه وځي، چې له همدې امله یې د وروستۍ هڅې په توګه د سولې تر شعار لاندې تیرایستونکي هڅې پيل کړي دي.
هیوادوال په دې هم خبر دي چې په تیرو اوولسو کلونو کې اشغالګرو همیشه د ښو او مثبتو شعارونو تر عنوان لاندې شیطاني دسیسې عملي کړي دي، اشغالګرو په افغانستان ظالمانه یرغل ته د ( ازادۍ) نوم ورکړ، د پنټاګون لخوا د ملیشه سازۍ پروګرام یې په (ملي پاڅون) مسمی کړ، د اشغالګرو د اشغال تايیدوونکې غونډې ته یې د لویې جرګې عنوان غوره کړ او اوس غواړي چې د (پرلت او سولې) زړه وړونکی شعار هم د خپلو اشغالګرانه موخو لپاره وکاروي. خو هیوادوال باید د عنوان په ځای محتوا ته پام وکړي او تش د سولې په شعار د هغه کمپاین برخه نه شي چې یوازینۍ موخه یې د امریکایي اشغال تداوم او د روان فاسد او ګوډاګي رژیم پایښت دی.
له دې اعلامیې او خبرتیا وروسته که لاهم څوک د دې ناوړه پروژو برخه ګرځي نوښکاره خبره ده چي د دښمن داستخباراتو پروژه به پرمخ وړي.
اسلامي امارت به د متعال رب تعالی په نصرت او د خپل بادرکه اولس په ملاتړ سره ان شاءالله د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو دغه وروستۍ تزویري هڅه هم له ناکامي سره مخامخ کړي او هغه ورځ لرې نه ده چې د اشغال په پای ته رسیدو او بشپړې خپلواکۍ په ترلاسه کولو سره مو اولس د باعزته او واقعي سولې تر منزل پورې ورسیږي.
و ماذالک علی الله بعزیز
دافغانستان اسلامی امارت
۱۱/۱۰/۱۴۳۹هـ ق
۴/۴/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/6/25م

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close