طالبان: په ترکیه کې د مذاکراتو خبرونه حقیقت نه لري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۳ فرید افغان)

نن ورځ یو شمیر رسنیو د خپلو نامعلومو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې ګواکې افغان حکومت غواړي په ترکیه کې د حزب اسلامي په منځګړتوب د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وکړي.
رسنیو همداراز د سولې عالي شورا په حواله ویلي و، چې هغوی ورته ویلي چې دا خبر نه ردوي او نه یې هم تائیدولی شي خو هرکلی یې کوي.
همداراز ویل شوي، چې په دې غونډه کې به د ملارسول دډلې استازي هم شتون ولري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا ګنګوسې په کلکه رد کړې او په خپره شوې اعلامیه کې یې ویلي چې؛ ‹‹موږ نه هلته کوم استازی استولی او نه هم هلته ګډونوال د اسلامي امارت استازیتوب کولای شي.››
طالبانو دا دځینو کړیو دروغجن افواهات بللي او ویلي یې دي چې
‹‹داسې جعلي پروسې استخباراتي دسیسې او د روان جهاد په وړاندې خصمانه حرکات دي.››
بل پلو ځینو نورو حکومتي سرچینو بیا رسنیو ته ویلي چې د ارګ له خوا د دوستم د راخپلولو او د عطانور پرضد یې د کارولو په موخه ترکیې ته تللی دولتي پلاوی د جنرال دوستم له سخت غبرګون سره مخ شوی او ارګ غواړي ترڅو د دې پلاوي د سفر موخه په رسنیو کې بل ډول تعبیر کړي.
ارګ څو ورځې پر لپسې هڅه وکړه ترڅو دوستم قانع کړي چې د نور سره کړی ایتلاف ختم کړي خو داسې ښکاري چې ارګ په دې پلان کې هم ناکامه شوی دی.
د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د ترکيې ولسمشر لیدو ته تللی و، چې اردوغان ورسره له ملاقات څخه ډډه کړې وه.

نوموړي همداراز هوډ درلود چې له دې هیواد څخه سعودي ته لاړشي چې په انقره کې د سعودي سفارت ورته ویزه ورنکړه او بیرته خپل هیواد ته راغی

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close