طالبان: په تور لیست کې د ملا هبة الله د داخلیدو غوښتنه زموږ په قیادت هیڅ اثر نکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۵) حمزه عابد

تیره ورځ د ارګ له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي وو چې ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې له یوه پلاوي سره ملاقات درلود.

اشرف غني د یاد پلاوي له مشر جرارډ وان بوهمن څخه غوښتنه وکړه چې د طالبانو مشر ملا هبة الله اخنزاده دې په تورلیست کې شامل کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږلي پیغام کې دا ډول غوښتنې بې اثره او بې ګټې بللي دي

ښاغلی احمدي لیکلي”

دغه راز بې ګټو او بې اثره  غوښتنو او اقداماتو ته زموږ غبرګون دادی چې زموږ قیادت د دا ډول بندیزونوهيڅ پروا نه کوي.”

“ځکه وارله مخه يې د امریکايي طاغوت او اشغالګر ځواک په وړاندې په جهاد پيلولو سره  دا هرڅه په ځان منلي دي، همدا ډول  نه په بانکونو کې پيسې لري اونه هم په بهر کي شتمنۍ.”

ښاغلی احمدي زیاتوي تر دې مخکې هم زموږ په مشرانو دا ‌ډول بندیزونه لګیدلي خو زموږ په جهادي بهیر یې کوم اثر نه دی کړی.

په خبر پاڼه کې دا هم راغلي دي چې دا غوښتنه به نړیوالو ته دا هم په ډاګه کړي چې د سولې اصلي غوښتونکي څوک دي او د اشرف غني په خوله د سولې نارې وهل او په عمل کې داسې غوښتنه کول په اصل کې د سولې په ضد یو اقدام دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close