طالبان: په تیرو ۲۵ کلونو کې ملاعمر کله هم پاکستان ته نه و تللی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) زرغون خوږیاڼی

طالبانو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور په رد کې ویلي، چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په تیرو ۲۵ کلونو کې د پاکستان هیواد ته کله هم نه و تللی.

څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه نارویژي دیپلومات الف ارنه رامسلین له خولې لیکلي وو، چې ده او یوه بل نارویژي دیپلومات پّ ۲۰۰۹ز کال کې د ملاعمر سره د پاکستان په کراچۍ ښار کې لیدلي وو.

طالب ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي، چې نیویارک ټایمز غربي ورځپاڼې د همدې خبریال په  حواله  ډيرې ناسمې او له حقیقته لرې خبرې لیکلي دي.

طالبانو ویلي، چې موږ دغه راپور سر ترپایه ردوو، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږل شوي خبر کې ویلي« مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله په تیرو ۲۵ کالو کې د پاکستان هیواد ته کله هم نه وو تللی،  نه يې هم وروسته له امریکايي اشغال څخه له چا سره په تلیفون خبرې کړې وي او نه يې دا عادت وو چې د ديپلوماتانو سره لیده کاته وکړي په خاص ډول بیا د اشغال په زمانه کې هغه هم له بهرني ديپلومات سره، په داسې حال کې چې ( په سر يې په میلونونه ډالر جایزه کيښودل شوې وه) .»

دوی وايي، چې د دغسې بې بنسټه راپور خپرولو دلیل ښايي د دغه دیپلومات شهر ت وي او یا به هم چا د طالبانو«ملاعمر» په نوم تیر ایستلی وي.

احمدي په پای کې لیکلي،«یاد راپور په هيڅ ډول حقیقت نلري، رسنۍ باید دا ډول بې اساسه، له حقیقته لرې او کاذب راپورونه خپاره نه کړي، ځکه په داسې افواهاتو سره بې له دې چې یادې رسنۍ خپل حيثیت کمزوری کړي بله لاسته راوړنه نه ورته لري.»

د یادونې وړ ده چې هیواد ته د امریکايانو او ناټو قواو له راتګ وروسته په هیواد ځينو کسانو له حکومت او خارجي ځواکونو سره تماسونه نیولي او بیا یې ورته ځانونه د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په توګه ورپيژندلي دي، چې یو یې له هغوی څخه د پاړه چینار یوه هټیوال ځان برتانوي ځواکونو ته د طالبانو لوړپوړی  چارواکی معرفي کړی و او په دې چل او فریب یې ورڅخه په میلینونو ډالر وهلي وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close